علي اکبر ولايتي:
د قدس شريف په آزادېدو کښې به الهي وعده پوره شي
د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ له مشر سره په ټيلفوني تماس کښې د صهيونېسټ رژيم د وحشيانه حملو په غندلو سره د فلسطين له مظلوم ملت څخه د ايران د اسلامي جمهوريت په ملاتړ تاکيد وکړ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ډاکټر علي اکبر ولايتي په دغه تماس کښې چې پرون يې له زياد نخاله سره ونيوۀ د غزې د وروستيو بدلونو د څېړنې او د ګڼ شمېر فلسطينيانو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو د شهادت د تسليت د ويلو ترڅنګه وويل: د ايران ملت او په ټوله نړۍ کښې د فلسطين ملاتړي ستاسو د شجاعت او مېړانې او د غاصب صهيونېسټ رژيم د مېنځ تشي هېبت د ماتېدنه چې د عزتمندۍ سبب ده کتونکي دي او د فلسطين مجاهدينو او خلقو يو ځل بيا ثابته کړه چې صهيونېسټ رژيم د جولا ځاله ده او د زړۀ له تله درته د دغو کاميابيو او اقتدار مبارکي وايوو.
ولايتي په دې باندې په تاکيد سره چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو ذمه واري دا ده چې په دغو حساسو حالاتو او د ستومانه کونکو دباونو په دوران کښې د فلسطين له خلقو ملاتړ وکړي زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت په تېرو وختونو کښې په خپلو دندو عمل کړے او هم هغه شان به د معظم رهبر تر مشرۍ لاندې په بشپړه ملاتړ کښې خپلې لارې ته دوام ورکړي او ان شاء ا... ډېر زر به په قدس شريف کښې د معظم رهبر په امامت کښې نمونځ ادا کړوو.
په دغه ټيلفوني تماس کښې د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ مشر زياد نخاله د ايران د اسلامي جمهوريت له دريځونو او ملاتړونوڅخه د مننې ترڅنګه وويل:د فلسطين ملت نن يوه ستره کاميابي ترلاسه کړې ده او مونږ کړې شوي دي چې د ټولوګواښونو، د جنګ اور غرغنډه کولو او د کلونوکلونو بشپړه محاصرې باوجود صهېونېسټ رژيم چې ټول ويروي له ماتې سره مخامخ کړوواو مجبور يې کړوو چې په پناه ځايونو کښې پټ شي. صهيونېسټي او امريکائي پلان ته ماتې ورکړوو تردې چې د ټول مېنځ تشي هېبت باوجود له مونږ وغواړي چې ډزبندي وکړوو خو مونږ ډزبندي ونه منله او دا شرط مو کېښود چې په مسجدالاقصی باندې له تيري دې لاس واخلي او د شېخ جراح سيمې خلقو دې پرېږدي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.