وحشي صهیونیسټي رژيم به دجنګي جنایتونونتجه زر وویني
نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو په لاس د فلسطنیانو د عامې وژلې په مخنیوي کې سملاسی اقدامات وکړي او دغه نسل وژنه او غیر ا نساني اقدامات دې محکوم کړي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف پرون د یوشمیر هیوادنو د پارلیمانونو له مشرانو سره په ټيلیفوني تماس کې د فلسطین په غزې او قدس شریف کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د وحشي ډوله اقداماتو په غندنې سره وئیلي دي ،باید ددغه ډول اقداماتو مخه ونیول شي .
قالیباف د پاکستان، الجزایر ، فلسظین ،عمان او یوشمیر نورو هیوادونو دپارلیمانونو له مشرانو سره په خپل تماس کې وئيلی دي ، د فلسطینیو ماشومانو ،ښځو اوبوډاګانو د وژلو له لارې د فلسطنیانو په نسل ختمونې کې د وحشي صهیونیسټانو اقدامات له انسانیّت سره هیڅ اړه نه لري او باید نړیواله ټولنه په دې باب خپله اصلي دنده ترسره کړي .
د ایران داسلامی شورا مشر په دغو خبرو کې د صهیونیسټانو دغه بوږنونکي او غیر انساني اقدامات د سیمې د ځینو هغو عربو هیوادونو د شنې اشارې د ښودلو نتیجه بللې چې په همداوروستیو کې ئې په امریکائي صهیونیسټي پروژې کې له دغه خونخوار رژيم سره د اړیکو په عادي کولو کې برخه اخستې ده . په دغو ټيلیفوني خبرو کې همداراز دصهیونیسټي رژيم له سپیرو اقداماتو څخه په کرکې اونفرت ښودلو سره وئیل شوي دي ، نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو په لاس د فلسطنیانو د عامې وژلې په مخنیوي کې سملاسی اقدامات وکړي او دغه نسل وژنه او غیر ا نساني اقدامات دې محکوم کړي .په دغو خبرو کې همداراز وئيل شوي چې ا سلامی هیوادونه دې د فلسطین د ولس او مقاومت څخه په ملاتړ کې خپل یوموټی دریځ نندارې ټه وړاندې کړي .