دښمن سایبری  جنګ ته مخه کړې خو بیا به هم ماته خوري 
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100490-دښمن_سایبری_جنګ_ته_مخه_کړې_خو_بیا_به_هم_ماته_خوري
په اوسنۍ نړۍ کې  دجنګونو  ډګرونه ډير ډولوالی لري  او دښمن  اوس دپيژندنې او سایبري جنګ ته مخه کړې ده ،نو ځکه د  هوائي ځواک  دځوانانو مهمه  دنده ، دنرم جنګ په زمینې کې د لازمو پوهو زیاتیدا او دپيژندنې په ډګرونو کې دځان پیاوړي  کول دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 19, 2021 01:48 Asia/Kabul
  • دښمن سایبری  جنګ ته مخه کړې خو بیا به هم ماته خوري 

په اوسنۍ نړۍ کې  دجنګونو  ډګرونه ډير ډولوالی لري  او دښمن  اوس دپيژندنې او سایبري جنګ ته مخه کړې ده ،نو ځکه د  هوائي ځواک  دځوانانو مهمه  دنده ، دنرم جنګ په زمینې کې د لازمو پوهو زیاتیدا او دپيژندنې په ډګرونو کې دځان پیاوړي  کول دي .

  زمونږخبریال راپور راکړ د اسران د اسلامی جمهوریت دپوځ دهوآئي ځواک قوماندان سردار عزیز نصیرزاده  د هوائي ځواک دشهیدانو ددرنښت په دستورو کې چې د ویبینار په وسیله  ترسره شوي ، پخپلې وینا کې  په وروستیو کلونو کې د هوائي ځواک پرمختګونو ته په ا شارې سره وئیلی دي، الوتکه په نړۍ کې تر ټولو پیچلي ټيکنالوجي ده ، په دې توګه چې په جوړولو کې  ئې  له مختلفو ګروهنو سره  له ټولو ساینسي علومو استفاده کیږ ی او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه  په وروسته کلونو کې  هوائي ځواک د الوتکو او د پرزو په جوړولو کې ئې  دپام وړ پرمختګونه کړي دي .

 هغه  دسپیڅلي دفاع په پړاؤ کې د  ایران دپوځ دهوائي ځواک  رول ته په اشارې سره روښانه کړې ده ، هوائي ځواک په دغه سپیڅلي پړاؤ کې  ډيرې زیاتې او حیاتي دندې په غاړه درلودې  چې  په ډير ښه  انداز سره  خپلې دندې ترسره کړي  او اوڅاره بریالیتوبونه ئې ډالۍ کړي دي  او دغه راز ئې زیات شهیدان او جانبازان هم ټولنې ته ډالۍ کړي دي چې دغه بهیر هماغه راز دوام لري .سردار نصیرزاده  پخپلې وینا کې وئيلي دي، په اوسنۍ نړۍ کې  دجنګونو  ډګرونه ډير ډولوالی لري  او دښمن  اوس دپيژندنې او سایبري جنګ ته مخه کړې ده ،نو ځکه د  هوائي ځواک  دځوانانو مهمه  دنده ، دنرم جنګ په زمینې کې د لازمو پوهو زیاتیدا او دپيژندنې په ډګرونو کې دځان پیاوړي  کول دي .