ایران د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100626-ایران_د_فلسطین_د_مظلومو_خلکو_ملاتړ_ته_دوام_ورکوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دې خبرې سره چې له نن څخه وروسته به ټول فلسطین غزه تړانګه وي ټينګار وکړ ایران به د فلسطین د مظلوم او د کړیدلي ملت او خلکو هراړخیزه ملاتړ ته دوام ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2021 05:54 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دې خبرې سره چې له نن څخه وروسته به ټول فلسطین غزه تړانګه وي ټينګار وکړ ایران به د فلسطین د مظلوم او د کړیدلي ملت او خلکو هراړخیزه ملاتړ ته دوام ورکړي .

هغه وویل  په مظلوم فلسطین کښې د ابراهیم علیه السلام او د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د امت اتلو بچیانو صهیونیسټانو ته  چې زمونږ په وخت کښې د انسانیت او د خدای پاک ج ترټولو ستر دوښمانان دي ماتي ورکړه .

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل ایران به د فلسطین د مظوم او د کړیدلي ملت د هراړخیزه ملاتړ لپاره یوه(۱) شیبه هم ځنډ ونکړي .

هغه وویل له نن څخه وروسته به ټول فلسطین د غزې تړانګه وي .

د فلسطین مقاومت ډلو په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم حملو ته په ځواب کښې په دولس(۱۲) ورځني جنګ کښې په زرګونو پرمختللي راکټونه او توغندي په نیواکي ټاټوبو ورویشتل .

همدغه چاره سبب شوه چې د صهیونیسټ رژیم کابینې په تیرې پنجشنبې شپې په غزې کښې د مقاومت ډلو د توغندوي حملو په بندولو  کښې له بې وسۍ وروسته له اوربند سره موافقه وکړه .

له پرون سهار څخه د فلسطین د مقاومت ډلو او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ اوربند ټینګ شوی .