د فلسطین د ملت مبارزه فتح کبیر ونومول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100630-د_فلسطین_د_ملت_مبارزه_فتح_کبیر_ونومول_شوه
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د فلسطین د خلکو له اسلامي انقلاب د ملاتړ کمیټۍ له صهیونیسټ رژیم سره په دولس (۱۲) ورځني جنګ کښې د فلسطین د مقاومت د بریالیتوب په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کښې دغه کار د فتح کبیر یعني سترې فتح په نوم یاد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 22, 2021 06:25 Asia/Kabul
  • د فلسطین د ملت مبارزه  فتح کبیر ونومول شوه

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر د فلسطین د خلکو له اسلامي انقلاب د ملاتړ کمیټۍ له صهیونیسټ رژیم سره په دولس (۱۲) ورځني جنګ کښې د فلسطین د مقاومت د بریالیتوب په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کښې دغه کار د فتح کبیر یعني سترې فتح په نوم یاد کړ .

د دغه کمیټۍ په پیغام کښې ویل شوي دي له ظالم صهیونیسټ رژیم سره د فلسطین د غیرتمنو ځوانانو دولس (۱۲) ورځنی جنګ اسرائیلو ته د تیرې لارې په دوام کښې د یوې (۱) بلې شرمونکي ماتی په زغملو سره پاې ته ورسید او د صهیونیسټ رژیم د ماشومانو او د خلکو د وژلو او د تیریو په وړاندې د فلسطین د مقاومت ډلو یوبل بریالیتوب محقق شو او هغه د «فتح کبیر» په توګه یادولی شو .

په دغه پیغام کښې زیاته شوي ده د فلسطین د ملت مقاومت او د فلسطین د مقاومت ډلو زړورتیا او قدرت سبب شو صهیونیسټ جنایتکار رژیم د خپلو ډيرو هدفونو په تحقق کښې له ماتي سره مخامخ شي .

په دغه پیغام کښې ویل شوي دي نن سبا صهیونیسټان او د اسرائیلو نیواکګر رژیم په ترټولو بدو شرایطو کښې دي او د شیشو د یوه(۱) کور په شان په ټولې لویدیځې اسیا سیمې کښې په تاوان لیدونکو سیمو کښې ګڼل کیږي .

د ایران د  ولسمشر  د فلسطین د خلکو د اسلامي انقلاب د ملاتړ د کمیټۍ په پیغام کښې ویل شوي دي نن سبا د شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني بچیان وتوانیدل د اسرائیلو غاصب رژیم په ګونډو کړي او خپل کړچارونه نندارې ته وړاندې کړي .