د ایران خارجه وزیر د ارمنستان له ولسمشر سره کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100838-د_ایران_خارجه_وزیر_د_ارمنستان_له_ولسمشر_سره_کتنه_وکړه
ظریف د ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د اواری په لړ کې هلوځلو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو د مځکنی بشپړتیا د ساتلو او د نړیوالو حقوقو د رعایتولو په اهمیت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 27, 2021 05:43 Asia/Kabul
  • د ایران خارجه وزیر د ارمنستان له ولسمشر سره کتنه وکړه

ظریف د ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د اواری په لړ کې هلوځلو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو د مځکنی بشپړتیا د ساتلو او د نړیوالو حقوقو د رعایتولو په اهمیت ټینګار وکړ .

د ایران د خارجه وزارت د اطلاع رسونې ادارې له راپور سره سم ښاغلی ظریف د ارمنستان له ولسمشر ارمن سرکیسان سره کتنه او د دواړو ملتونو تتاریخی او دوستانه اړیکو ته په اشارې سره په سیمه کې سولې او ثبات ته د ایران د ژمنې یادونه وکړه .

ظریف د ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د اواری په لړ کې هلوځلو لپاره د ایران چمتووالی ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو د مځکنی بشپړتیا د ساتلو او د نړیوالو حقوقو د رعایتولو په اهمیت ټینګار وکړ .

سرکیسیان هم پر دې په ټینګار سره چی ارمنستان  ایران یو قابل اعتماد دوست او شریک بولی ، د ایران او ارمنستان ترمینځ د دوه اړخیزه اړیکو د ژورتیا په اهمیت ټینګار وکړ .

په دغه کتنه کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراختیا په لړ کې له موجودو ظرفیتونو ګټه پورته کول ضروری وبلل .