د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
د ایران د ساتندویه ځواک د قدس څانګې مشر سردار قاانی وایی صیهونیسټ رژیم باید د نیواکی ټاټوبیو کنټرول فلسطینانو ته وسپاری .
اطلاعات
نوموړی ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د ایران د ولسمشر ښاغلی روحانی دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی ، حکومت د بایکاټ د لیری کولو په زمینه کی اصلی ګامونه پورته کړی دی . حسن روحاني په ټول هېواد کښې د کلتوري ميراث ، سياحت او لاسي صنائعو د وزارت د ملي منصوبو د پرانېستې په مراسمو کښې وويل راتلونکې حکومت هم کولې شي هره اونۍد ملي پروژو د پرانېستې پروګرام ته دوام ورکړي او د هېواد د ودې او ترقۍ په لاره تګ جاري وساتي. ده زياته کړه، په دې حکومت کښې په ترسره شويو اقداماتو او کوششونو سره د ايران دوه زره اوه سوه درويشت تاريخي اثار چې کلونه کلونه په نورو هېوادونو کښې وو راستانه کړې شول.
روحاني دا خبره هم وکړه چې د بنديزونو ختمېدل به د هغو ختمېدو لپاره د اقدام د څرنګوالي په باره کښې له پوره موافقې وروسته ترسره شي او هيله من يوو چې د کورونا د کنټرولېدو او د بنديزونو په ختمېدوسره به د ايران د ملت په اړه ډېر غوره حالاتو رامنځته شي.
د ایران د ساتندویه ځواک د قدس څانګې مشر سردار قاانی وایی صیهونیسټ رژیم باید د نیواکی ټاټوبیو کنټرول فلسطینانو ته وسپاری .
د یمن انصارا... غورځنګ د عربستان په خمیس کې په ملک خالد په دو ډروت الوتکو سره حمله وکړه او د انصار ا... ځواکونو همداراز په عربستان کې په ۴۰ پوځی مرکزونو تسلط پیدا کړ .
په ایران کښې د فلسطین سفیر ټینګارکړی دی چې تیر ۱۲ ورځنې جنګ به د صهیونیسټي رژیم د عمر خاتمه وګرځي.
جمهوری اسلامی
په بهر کې د فلسطین د حماس غورځنګ مشر خالد مشعل وویل اسراییل د فلسطین په ټاټوبی کې راتلونکی نلری .
عراق وایی یوازې ملګری ملتونه به د عراق په پارلیمانی انتخاباتو د څارنې حق ولری .
د امریکا ولسمشر جوبایډن خپله ۶ ټریلیون وړاندیزی بودجه وړاندی کړه .
هاارتص ورځپاڼۍ لیکلی دی حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو مونږ پورې ملنډې ووهلې او مونږه یې وشرمولو .
د ایران د ساتندویه ځواک قوماندان وایی د امریکا هدف د سیمې ناامنه کول دي . ورځپاڼه په دې زمینه کې لیکی سردار برید جنرال حسین سلامي په یولړ څرګندونو کښې وویل د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په شان کس په واکمنیدو سره د سپینې ماڼۍ په کړچار کښې بدلون نه راځي. هغه زیاته کړه: ممکنه ده چې د امریکا طریقې بدلې شي خو اهداف او موخې به یې بدلون ونه کړي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان هم داشان وویل د امریکایانو اصلي هدف دا دی چې د سیمې هیوادونه ناامنه کړي او مدام یې په شخړو او کشالو کښې ګیر وساتي. هغه زیاته کړه په اسلامي هیوادونو کښې د ناامنۍ پراخول د دغو هیوادونو د ټوټې کولو لپاره د امریکا اصلي اهداف دي او د هغوي د قدرت د جوړښت خرابولو او د اسلامي نړۍ د انرجۍ او اقتصاد په سرچینو باندې واکمنیدل د امریکا ثابتې سټراټیجۍ دي.
جنرال سلامي هم داشان وویل: امریکایان به د بایډن په زمانه کښې هم، هم هغه سټراټیجي تعقیب کړي او په هغوي هیڅ اعتماد او باور نشته او لاهم د اسرائیلو او سعودي عربستان ملاتړ کوي. د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان په سیمه کښې د امریکایانو د نیواکګریو دوام ته په اشارې سره وویل: هغوي په عراق کښې هم هغه شان د نیواکګرو په توګه موجود دي او په سوریې کښې لاهم اور بلوي او د سعوديانو په لاس یې اورونه د یمن په خلکو وریږي او یوازې له افغانستانه تیښتې ته اړ شول.
کیهان
د یمن انقلابیانو د عربستان په جنوب لویدیځ کې په لسګونو مورچې او مرکزونه ونیول .
د صیهونیسټ رژیم یوه جنرال ویلی دی حماس د غزې په جنګ کې وښودله چی مقاوم او پایدار ځواک دې .
د نړیوالې روغتیا سازمان وایی کرونا له مینځه نه ځی خو دا چی د نړۍ اویا فیصده خلک واکسیتنه شی .
د میانمار د مسلمانانو نسل ختمونه دوام لری .
د مالی د کودتاچیانو مشر ځان د دغه هیواد ولسمشر اعلان کړ .
په اروپا کې د امریکا د ایټمی وسلو پټ ځایونه په ډاګه شول .
په کاناډا کې یو ډله ایز قبر پیدا شو چی پکې ۲۱۵ ماشومان او زده کونکی دفن شوی دی .دا د بشری حقوقو د یوه ستر ادعا کونکی په مخ د شرم څپیړه ده .
د سوریې ولسمشر بشار اسد په انتخاباتو کې د خلکو له پراخ ګډونه وروسته خپل ملت ته ویلی دی چی تاسو په دغو انتخاباتو سره د امریکا غرور مات کړ .
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د القاعده وسلهوالې ډلې بېرته راتګ، د سولې پر وړاندې خنډونه او په دې وروستیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د دریمې څپې د پراخې خپرېدا په اړه سرمقالې خپرې کړې دي.
صبح کابل
صبح کابل په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي القاعده بېرته راځي، امریکا پاتې کېږي که وځي؟
سرمقاله لیکونکي لیکلي که څه هم د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د خپلو عسکرو د وتلو د نېټې د اعلان پر مهال وویل چې القاعده ډله نوره ختمه شوې، خو په خواله رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې دغه ډله بیا د منظم کېدو په حال کې ده.
وړاندې راغلي چې د افغانستان استخباراتو هم دغه مسئله درک کړې او وېره لري چې القاعده به د طالبانو په مرسته یو ځل بیا د نړۍ لپاره ګواښ شي.
د سرمقالې لیکونکی د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیا سراج د تېرې ورځې خبرو ته په اشارې چې ويلي وو القاعده ډله د افغانستان په څو ولایتونو کې فعاله شوې او په منظم ډول به خپل فعالیتونه پیل کړي" لیکلي چې امریکا اوس هم د افغانستان جګړه کې خپلو هدفونو ته نهده رسېدلې.
لیکوال ټینګار کوي چې امریکا له طالبانو سره په دوحه کې د شوې هوکړې له مخې بايد په طالبانو دا ومني چې له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي.
هېواد
هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د سولې راوستو د هڅو د پراختیا په مقابل کې د دښمن لهخوا د جګړې د دوام هڅې هم پراخې شوې دي.
د سرمقالې لیکونکی لیکي چې دښمن په ټول وس د دې لپاره کار کوي چې په افغانستان کې د سولې روانه پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي. هغه ادعا چې طالبانو په ځلونو رد کړي او ويلي چې د سولې د خبرو پلوي دي.
وړاندې راغلي دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته باید طالبانو جګړه بس کړې وی، ځکه د ليکوال په اند "دا جګړه مردوده ګڼل کېږی او ورور وژنه ده".
د لیکوال په باور، ولس په دې جګړه کې له ټولو ډېر ځپل کېږي، وژل کېږی او مالونو تهیې زیان اوړي.
خو د سرمقالې لیکونکی په پای کې پر افغان طالبانو غږ کوي چې نور له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی ودروي.
د سرمقالې د ليکوال په خبره په اوس وخت کې دا جګړه ډېره خطرناکه شوې ده، په دې جګړه کې طالبان، القاعده، داعش او نورې ترهګریزې ډلې برخه لري
افغانستان
د افغانستان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په هېواد کې د کرونا ویروس بیا ځلي چټکې خپرېدا ته په اشاره لیکي چې افغانستان لپاره یو ځل بیا د زنګ خطر.
د سرمقالي لیکونکي لیکلي چې د عامې روغتیا وزارت له وروستي اقدام سره چې ټول تعلیمي او تحصيلي بنسټونهیې د دوه اوونیو لپاره رخصت اعلان کړ داسې ښکاري چې افغانستان یو ځل بیا د کرونا ویروس له جدي حالت سره مخ کېدونکی دی.
د لیکوال په حواله، د کرونا درېیمه څپه په داسې حال کې بیا به تېزېدو ده چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې هم دغه ویروس خپرېدا پراخ شوی.
خو لیکوال د یوې بلې مسئلې وړاندوینه هم کړې ده او ليکلي دي چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت غواړي یو ځل بیا د مرستو د جلبولو لپاره د دې ویروس ظاهره بڼه لویه وښیي او خلک ترې ووېروي.
دا په داسې حال کې ده چې یوازې د تېرې ورځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ويروس ۶۵۴ مثبتې پېښې په ټول افغانستان کې ثبت شوې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یوازې ۲۰ کسان په تیرو دوه ورځو کې د دې ویروس له امله مړه شوي دي.
په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر شاوخوا ۷۰ زرو ته ورسېد.