په ایران کې د کرونا په ضد د عمومي واکسناسیون پیلېدا
May 31, 2021 17:27 Asia/Kabul
د ایران د عامي روغتیا وزیر اعلان وکړ چي تر راتلونکې اوونۍ پوري په هیواد کې د کرونا په ضد عمومي واکسناسیون پیلیږي.
د ایران د عامي روغتیا وزیر سعید نمکي زموږ خبریال ته وویل: د کرونا ضد داخلی واکسنونه تیار شوي او تر راتلونکي یوې اوونۍ پوري به ټولو خلګو ته د لاسرسی وړ وي.
هغه زیاته کړه چي په لومړي سر کې به دی او د روغتیا د وزارت نور جګپوري چارواکي په رضاکارانه توګه د بهرني واکسن پر ځای ایراني واکسن ولګوي.
سعید نمکي ټینګار وکړ چي د ایران او کوبا تر مینځ په ګډه جوړ شوي واکسن د نړۍ له غورو واکسنونو څخه شمېرل کیږي.
ټیګونه