د مشکلاتو هواری اوږد مهاله پروګرام او کتنه غواړي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید وویل د هیواد د مشکلاتو د حل لپاره یوې اوږد مهاله او تمدني کتنې ته اړتیا شته .
سعید جلیلي پرون د ایران له خلکو سره د ټیلي ويژن له لارې په خبرو کښې وویل د هیواد په اقتصادي مسائیلو کښې د ګرانۍ ، انفلاسیون د کورونو د مشکل او د نقدو پیسو په زمینه کښې بیلابیل مشکلات شته او د دغو ستونزو د حل لپاره یوه(۱) ستر بدلون ته ضرورت شته .
هغه په دې خبرې سره چې د ایران اساسي او اقتصادي مشکلات څرنګه حل کولای شو وویل تهران ښه ظرفیتونه او وسونه لري او د دغو ظرفیتونو د فعالولو لپاره باید یو(۱) پروګرام ولرو چې بریالیتوب ته ورسیږو .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل اوسنی کچ شوی بهیر بریالی نه دی او کمزوری کړچار هیواد بریالیتوب او حقیقي ودې ته نشي رسولی .
سعید جلیلي په دې خبرې سره چې حکومت یې هیڅکله د خبرو اترو مخالف نه دی او له دې سره په یووخت باید د هیواد ټول وسونه تعقیب کړو وویل نن سبا بایکاټونه دوه (۲) برابره شوي دي او د ډالرو بیه هم اوه (۷) برابره شوي ده .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو انتخابات د روان میلادي کال د جون د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه ترسره کیږي .