د حکومت هوشمند کول او د ویش نظام مدیریت ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101106-د_حکومت_هوشمند_کول_او_د_ویش_نظام_مدیریت_ضروري_دي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي د خپلو پروګرامونو لومړیتوب د حکومت د هوشمند کولو او د ویش د نظام مدیریت وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 02, 2021 11:14 Asia/Kabul
  • د حکومت هوشمند کول او د ویش نظام مدیریت ضروري دي

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي د خپلو پروګرامونو لومړیتوب د حکومت د هوشمند کولو او د ویش د نظام مدیریت وباله .

سعید جلیلي د سیوري د حکومت د اته (۸) کلن فعالیت ته په اشارې سره وویل د حکومت د هوشمند کولو او د ویش د نظام مدیریت په صف کښې د خلکو د دریدا مخه نیولی شي او دکاندار خریدار ته کاږلی شي .

هغه د بهرنیو اسعارو د بازار د ټیټو هسکو او د دغه  بازار د مدیریت په هکله د خپل پروګرام په هکله وویل هیواد ته د  ډالرو د راوړلو لپاره باید پروګرام ولرو او دغه چاره د اومو تیلو خرڅلاو ته اړونده نه وي .

د ایران د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل حکومت باید د هرې ادارې لپاره د ډالرو د ترلاسه کولو پروګرام ولري او دغه ټولې ادارې د ډالرو لاس ته په راوړلو کښې ګډون ولري .

سعید جلیلي وویل ایران په بیلابیلو موضوعګانو کښې ښه وسونه لري خو کتنه باید ودې ته وي .

هغه وویل د سیوري په حکومت کښې دغه نتیجې ته ورسیدو چې هیواد باید په یوازې ځان اداره نکړو بلکې هیواد  ته باید وده ورکړو یعني فرصتونه باید په سیمې پلانونې سره  د هیواد په وده کولو بدل کړو .

د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سعید جلیلي وویل حکومت باید د کورونو د جوړولو لپاره پروګرام ولري او د «مهر» په نوم د کورونو د جوړولو د پروژې نیمګړتیاوې اصلاح شي او هغه ختمې شي .

هغه د پانګونې د بازار د منظمولو لپاره د خپلو پروګرامونو په هکله وویل تولید باید له پیسو څخه زیات وي .

د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو انتخابات د روان میلادي کال د جون د میاشتې په شلمه(۲۰) نیټه کیږي .