د تهران په چاڼځاي کې لګیدلی اور کنټرول شوی
د تهران د چاڼځاي عمومی مدیر همداراز وئیلی دي ،د پيښې په اړه ارزونې روانې دي او دڅيړنو له بشپړیدا وروسته ئې نتیجه اعلان شي .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د تهران د چاڼځاي دعمومي اړیکو مدیر شاکر خفائي بیګا نیمه شپه ددې خبرې په کولو سره چې د چاڼځائ د ډيزو په زیرمې کې د اور پيښه رامینځة شوې وئيلي دي ،اوس دغه اور پيزواني شوی او نورو زیرمو ته ئې د رسیدو لارې تړل شوي دي .
هغه وئيلی دي ، دغه اور بیګا اوه نیمې بجې ددغه چاڼځاي دډيزلو په زیرمه کې لګلیدلی او له امله ئې شل زره بیرله ډيزل داور د لمبو ښکار شوي دي .
شاکر خفائي ددې خبرې په کولو سره چې دغه اور له نیکمرغه هیڅ مرګ ژوبلې نه دي درلودلي ،زیاته کړې ده ، په دې دلیل چې په دغه اور کې د ډيزلو زیرمې اور اخستی ؤ نو ددغه اور مړ کول ممکن نه ؤؤ نو ځکه شاوخوا زیرمې ورڅخه د خوندي ساتلو هڅه شوې او په دغې زیرمې کې موجود ډیزلو د بچولو کومه هڅه نه ده شوې ،ځکه چې د اور مړکول ممکن نه ؤؤ .
د تهران د چاڼځاي عمومی مدیر همداراز وئیلی دي ،د پيښې په اړه ارزونې روانې دي او دڅيړنو له بشپړیدا وروسته ئې نتیجه اعلان شي .