د تهران په چاڼځاي کې لګیدلی اور کنټرول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101150-د_تهران_په_چاڼځاي_کې_لګیدلی_اور_کنټرول_شوی
د تهران د چاڼځاي عمومی مدیر همداراز وئیلی دي ،د پيښې په اړه  ارزونې روانې دي  او دڅيړنو له بشپړیدا وروسته ئې نتیجه اعلان شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2021 00:53 Asia/Kabul
  • د تهران په چاڼځاي کې لګیدلی اور کنټرول شوی

د تهران د چاڼځاي عمومی مدیر همداراز وئیلی دي ،د پيښې په اړه  ارزونې روانې دي  او دڅيړنو له بشپړیدا وروسته ئې نتیجه اعلان شي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د تهران د چاڼځاي  دعمومي اړیکو  مدیر  شاکر خفائي  بیګا نیمه شپه  ددې خبرې په کولو سره چې  د چاڼځائ  د ډيزو په زیرمې کې  د اور پيښه رامینځة شوې  وئيلي دي ،اوس  دغه اور پيزواني شوی  او  نورو  زیرمو ته ئې  د رسیدو لارې تړل شوي دي .

 هغه وئيلی دي ،  دغه اور بیګا اوه نیمې بجې  ددغه چاڼځاي  دډيزلو په  زیرمه کې لګلیدلی  او له امله ئې شل زره بیرله ډيزل  داور د لمبو ښکار شوي دي .

شاکر خفائي  ددې خبرې په کولو سره چې دغه اور له نیکمرغه هیڅ مرګ ژوبلې نه دي درلودلي ،زیاته کړې ده ، په دې دلیل چې  په دغه اور کې د ډيزلو  زیرمې اور اخستی ؤ نو ددغه اور مړ کول  ممکن نه ؤؤ نو ځکه   شاوخوا زیرمې ورڅخه د خوندي ساتلو هڅه شوې او  په دغې زیرمې کې موجود ډیزلو د بچولو کومه هڅه نه ده شوې ،ځکه چې  د اور مړکول ممکن نه ؤؤ .

د تهران د چاڼځاي عمومی مدیر همداراز وئیلی دي ،د پيښې په اړه  ارزونې روانې دي  او دڅيړنو له بشپړیدا وروسته ئې نتیجه اعلان شي .