له استعماري دسیسو سره سره د ایران ولس سرلوړی دی
د حضرت امام خمیني دملکوتي رحلتن د دوه دیرشمې کلیزې په درشل کې د حضرت امام خمیني د سیاسی لیدتوګې په باب نړیوال تخصصي کنفرانس پرون دحضرت امام خمیني په حرم کې ترسره شو .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړی ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون ناوخته د حضرت امام خمینی له نظره ، دسیاسی کړچار په ویډیوئي نړیوال ویبینار کې پخپلې وینا کې دنړیوال نظام په بدلون کې د ایران د اسلامی انقلاب پر رول په ټینګار سره روښانه کړې ده ، دایران اسلامی انقلاب او حضرت امام خمیني په ښه ډول وښودله ، چې مادي قدرت ، په نړۍ کې د قدرت د جوړونې یوازینۍ مولفه نه ده او دا ولسی هوډ او پر ولس تکیه کونکی ځواک دی چې په نړیوال نظام کې برخلیک ټاکونکی رول لوبولی شي .
دایران خارجه وزیر دې ته په اشارې سره چې دنړۍ په لویدیځ اوختیځ کې کې هیڅ یو قدرت نه غوښتل ، د ایران اسلامی انقلاب کامیاب شي ، زیاته کړې ده ، حضرت امام خمیني وښودله چې د خلکو په غوښتنې په تکیې سره د زبرځواکونو پر مادي قدرت برلاسه کیدلی او د هغوی خلاف برخلیک ترلاسه کیدلی شي .
جواد ظریف په دغې وینا کې ووئیل هرڅومره ستر قدرتونه ، پر خپلو مادي قدرتونو باندې تکیه کوي او د نورو هیوادونو په ضد ددباؤ د اعمالولو او دوي ته د ګوزار د ورکولو توان ولرل شي ، خو دنړۍ پر برخلیک او حالاتو بشپړ کنټرول نشي ترلاسه کولی ، هماغه ډول چې اسلامی انقلاب وښودله ، په ولس باندې په باؤر او پر الهي برلاسه قدرت باندې په ایمان سره دزبرځواکونو پر پلانونو برلاسه کیدلی شي .
د حضرت امام خمیني دملکوتي رحلتن د دوه دیرشمې کلیزې په درشل کې د حضرت امام خمیني د سیاسی لیدتوګې په باب نړیوال تخصصي کنفرانس پرون دحضرت امام خمیني په حرم کې ترسره شو .