د ایران ملت په هر ډګر کښې بریالی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101196-د_ایران_ملت_په_هر_ډګر_کښې_بریالی_دی
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده د « اجماع برای جمهور» په نوم سره په یوې (۱) بیانیې کښې وویل راځې چې غم څنګ ته کړو او یوازې د راتلونکي په هکله فکر وکړ او مونږ په داسې تاریخي پړاو کښې ولاړ یوو چې باید غوسه نشو او یوبل یوازې پرې نه ږدو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 04, 2021 05:06 Asia/Kabul
  • د ایران ملت په هر ډګر کښې بریالی دی

ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده د « اجماع برای جمهور» په نوم سره په یوې (۱) بیانیې کښې وویل راځې چې غم څنګ ته کړو او یوازې د راتلونکي په هکله فکر وکړ او مونږ په داسې تاریخي پړاو کښې ولاړ یوو چې باید غوسه نشو او یوبل یوازې پرې نه ږدو .

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید محسن مهر علیزاده د انتخاباتو کمیټۍ په یوې (۱) بیانیې کښې وویل د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دغه پړاو کښې رامینځته شوي شرایط او او هغه ناهیلۍ چې د ټولنې په سیاسي فضا واکمنه شوي ده د خلکو غوښتنې ته د بې پامۍ او البته د تیرو وختونو د ناوړه پیښو نتیجه ده چې په همدې لیدتوګي کښې جرړه لري .

محسن مهر علیزاده په دغه بیانیې کښې ویلي دي نن سبا د اصلاح غواړو ، اصول پالو او د خپلواکه کسانو په شمول د هیواد د بدلون غوښتونکی بهیر چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو د صلاحیت په تائیدولو کښې د شورا نګهبان په کړچار اعتراض لري په سم ډول باوري دی چې د خلکو لپاره د انتخاب دایره کوچنۍ شوي ده  او اوس راتلونکي ته په کتنې او د هیواد  شرایطو ته په پام سره باید په خبر ډول فیصله وکړو چې د ټولنې د عمومي وجدان او ضمیر په وړاندې  سر لوړي ووسو .

هغه په دې خبرې سره چې زه باوري یم د ایران شریف ملت چې هرکله په هیلې سره ډګر ته راوتلی دی په الهي مهربانۍ سره ترې بریالی وتلی دی وویل نن سبا د سیاست د ډګر د ټولو فعالانو دنده دا ده چې د موجودو شرایطو بدلولو ته هیله د خلکو په زړونو کښې ژوندۍ وساتي او د ډیرو خلکو په ګمان که چیرې په دې اپوټه کار وکړو نو لوبه د سیال په ځمکه کښې ده .