د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو مناظره نن ترسره کیږي
Jun 05, 2021 12:18 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو د کاندیدانو لومړۍ مناظره نن د تهران په وخت د مازیګر په پینځه (۵) بجې ترسره کیږي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان به په دغه درې (۳) ساعته مناظرې کښې د اقتصادي موضوعګانو په هکله بحث او خبرې اترې وکړي .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو دوهمه (۲) مناظره به سبا او دریمه (۳)مناظره به د جون د میاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه ترسره شي .
د ایران د انتخاباتو د کاندیدانو دغه مناظره به په ژوندۍ بڼه د ټیلي ويژن له لومړي چینل ، شبکه خبر چینل او راډیو ایران څخه خپره شي .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم(۱۳) پړاو انتخابات د روان میلادي کال د جون د میاشتې په اتلسمه (۱۸) نیټه ترسره کیږي .
ټیګونه