د سیاستونو په اصلاح سره د ایران مسائیل حل کولای شو
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو یوه (۱)کاندید امیر حسین قاضي زاده په دې خبرې سره چې د ایران حکومتونه د انقلاب له لومړیو څخه نه دي توانیدلي ځینې اساسي مسائیل حل کړي وویل دلیل یې دا دی چې د واکمنۍ د بیلګې او د سیاستونو د اصلاح کولو هڅه یې ونکړه خو مونږ د هیواد د جوړښټ د اصلاح کولو کوشش کوو .
هغه په یوې (۱) وینا کښې چې شبکه خبر ټیلي ويژن خپره کړه دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې ولې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره کاندید شوی یاست وویل ولسمشر زیات اختیارات لري او د سیاست د جوړونې ډیرې شوراګانې او اجرايي اقدامات د ولسمشر په اختیاراتو کښې شامل دي .
د ایران د انتخاباتو کاندید امیر حسین قاضي زاده هاشمي د شیانو د بیو د کنټرولولو او له ګرانې سره د مبارزې لپاره د خپل پروګرام په بیانولو سره وویل باید د ګرانیو علتونه وڅیړو او تر هغه وخته چې له معلول سره چلند ونکړو زیږیدلی علت به چې ګراني ده رامینځته شي .
هغه وویل مونږ یو(۱) بیړنی پروګرام لري او همدا اوس بیکارۍ زیاته شوي ده او مونږ په ایران کښې پینځه نیم میلیونه کاملا یا نیمګړي بې روزګاره خلک لرو او په دوې کښې اکثره کسان د کورنۍ سرپرستان دي .
امیر حسین قاضي زاده هاشمي په دې هکله چې د ستا د ولسمشرۍ له یو(۱) کاله وروسته به د کورونو حالت څه وي وویل د کورونو په بحث کښې درې (۳) شیان لرو ، بې کوره توب ، د کورونو د بیو لوړوالی او بد کورونه او شمیرنې وايي په ایران کښې څلور اعشاریه پینځه میلیونه د کورونو کمی شته او مونږ په دغه پروګرام کښې خلک په دریو (۳) ډلو ویشلي دي .