ولسي حکومت داسې ژمنه چې عملي کولای یې نشي نه ورکوي
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید ابراهیم رئیسي وویل ولسي حکومت خلکو ته رښتییوني او د ترسره کولو وړ ژمنې ورکوي .
هغه وویل د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د شخصیت او د هغه د لارې د ځانګړنو په هکله شننه کول یو(۱) ضرورت او د راحل امام رح د پیژندلو لپاره تر ټولو ښه فرصت دی .
ابراهیم رئیسي حکومت په هیواد کښې د ترټولو مهمې برخې په توګه یاد کړ چې د خلکو د چارو اداره کونکی دی او زیاته یې کړه د چارواکو کړچار باید له نورو څخه زیات د امام خمیني رحمت الله علیه کړنلارې او د هغه سیاسي سلوک او اخلاقو ته نږدې وي .
هغه وویل مونږ په ایران کښې ولسي ادارې لرو چې په خپله خوښه د خلکو لپاره خدمتونه کوي خو د خلکو په خدمت کولو کښې په لومړی کرښې کښې حکومت ولاړ دی .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې صداقت لومړنی عنصر دی چې خلک هیله لري حکومت ورته پاې بند ووسي وویل یو (۱) ترټولو مهم دلیل چې نن سبا یې ډیر خلک ناهیلي کړي دي او کله نه کله د خلکو ځينې غبرګونونه هم وینو همدغه د ځینو کسانو صداقت نلرل دي .