باید ولس ته هیله ورکړو چې مشکلات د حل وړ دي
ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د جون په اتلسمه نیټه په درست ایران کې ترسره شي .
باید ولس ته هیله ورکړو چې مشکلات د حل وړ دي
ایران پریس آژانس راپور ورکړی ، دایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ زیاترو کاندیدانو پخپلو کمپاینونو کې ټينګار کړی ، باید ولس ته هیله ورکړو، یو داسې بهیر د انتخاباتو ډګر ته وارد شوی ، چې د خلکو زیاتره مشکلات حل کولی شي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو یوه کاندید سید ابراهیم ریسي پخپلو یو لړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دو لمسشرۍ دانتخاباتو په ډګر کې اغیزشیندونکی شتون ، په ځان پسې مثبتې نتیجې لري . هغه زیاته کړې ، په قضایه قوې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په لارښونو سره ئې داسې اقدامات کړي چې ځينو ورباندې داجرا کیدا باؤر نه درلود.
همداراز یو شمیر نورو کاندیدانو هم په ټيلیویژنونو او ریډیو ئي پروګرامونو کې وئيلي دي ،د هیواد مشکلاتو حل د ځوانانو او متخصصانو په لاس ممکن دي او باید له ځوانې پرګنې تر زیاتره حد پورې استفاده وشي
دوي وئيلي دي ، ناسمې اقتصادي فیصلې ډیر تاوانونه اړوي او لامل کیږي ، چې ځيني پکې میلیارډر او ځیني زیات هم بې وځله شي .
دوي همداراز ددې خبرې په کولو سره چې د ایران اسلامی جمهوریت اوس مهاله په یوه قدرتمن ځائيګي کې دی اوپه نړیوال ډګر کې خاص مقام لري ، وئیلي دي ،له نړیوالو هیوادونوپه تیره بیا له ګاونډیانو سره ښه تعامل او د احترام په اساس ملګرتیاوې او راشه دیرشه د سیمې او د درستو په ګټه ده او په هیواد کې هم دتجارت او د کارکسب موقعې راپیدا کولی شي
ټاکل شوې ده د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د جون په اتلسمه نیټه په درست ایران کې ترسره شي .