د ولسمشرۍ د کاندیدانوترمنیځ دوهمه مناظره پنځه بجې پیلیږي
دغه نننۍ مناظره د سیاسی ، ټولنیزو او کلتوري چارو بحثونو ته مخصوصه ده او تر درو ساعتونو پورې به دوام وکړي او دغه راز د هر یوې پوښتنې په باب د هر کاندید لپاره مخصوص وخت په نظر کې نیول شوی دی. د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو ترمینځ دریمه مناظره هم د راتلونکي شنبې په ورځې په همدغه ځاي کې ترسره کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ د اوو کاندیدانو ترمینځ دسیالۍ دوهمه ټيلیویژنی مناظره نن پنځه بجې مازدیګر ترسره کیږي .
راپور ښئ ددغې مناظرې کې د ګډون لپاره درست اوه کاندیدان د ایران دریډیو او ټيلیویژن ادارې ته رسیدلي او له خپلو سلاکارانو سره په مشورو بوخت دي . وئيل کیږي ، څلور نیمې بجې به د کاندیدانو د کیښناستو دترتیب په باب پچه واچول شي او دغه راز به له هر یوه کاندیده دخپل پروګرامونو په اړه پوښتنې کیږي او په دې اړه هم پچه اچول کیږي .
راپورونه ښئ دغه نننۍ مناظره د سیاسی ، ټولنیزو او کلتوري چارو بحثونو ته مخصوصه ده او تر درو ساعتونو پورې به دوام وکړي او دغه راز د هر یوې پوښتنې په باب د هر کاندید لپاره مخصوص وخت په نظر کې نیول شوی دی. د ولسمشرۍ د انتخاباتو دکاندیدانو ترمینځ دریمه مناظره هم د راتلونکي شنبې په ورځې په همدغه ځاي کې ترسره کیږي .
ټاکل شوې ده د ایران د ولسمشرۍ د دریالسم پړاؤ د انتخاباتو سیالۍ دغبرګولې په اته ویشتمه یا هماغه دجون په اتلسمه نیټه په درست ایران کې ترسره شي .