د ایران د انتخاباتو د کاندیدانو دوهمه مناظره وشوه
ایرانس پریس خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو پرون مازیګر په دوهمې(۲) ټیلي ويژنې مناظرې کښې خپل پروګرامونه او لیدتوګي بیان کړې .
د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید سید امیر حسین قاضي زاده د پرون ورځې په ټیلي ويژني مناظرې کښې وویل د انقلاب دسترخوان د هیواد د ټولو خلکو لپاره دی .
هغه زیاته کړه د ایران اقتصاد په دې سربیره چې له داخل سره اړه لري باید له خارج سره هم وصل شي او دا هماغه مقاومتي اقتصاد دی .
د انتخاباتو بل کاندید محسن رضايي هم په دغه مناظرې کښې وویل د واک دننه اصلاح د اقدام او د بدلون د حکومت پروګرام دی .
د ایران د انتخاباتو بل کاندید محسن مهر علیزاده هم خلکو ته په خطاب کښې وویل په هوشمندانه فیصلې سره په انتخاباتو کښې ګډون کول د رایو له صندوقونو د غوسه کیدا ځاې ناستی کړئ .
د انتخاباتو بل کاندید سید ابراهیم رئیسي هم وویل د ولسمشرۍ د کاندیدانو په ځاې کښې باید حتما مسائیل په لویه بڼه نه بلکې په اقلیمي توګه وپيژندل شي او معلومه شي چې په کومې برخې کښې څه مشکل شته او کومه حل لاره لري او داسې قدرت او وس وي چې مسله حل کاندي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو بل کاندید سعید جلیلي هم وویل د مسلې د درک کولو د ځواب د تشخیص او د مناسب کړچار د غوره کولو لپاره د ولسمشر رول ډیره مهم دی او هیواد باید په راتلونکو څلورو (۴) کلونو کښې وده وکړي .
د ایران د انتخاباتو بل کاندید علیرضا زاکاني هم په دغه ټیلي ويژنې مناظرې کښې وویل د کنکور د کارروزګار ، کورونو او د وادونو په شمول د ځوانانو مخ ته شته خنډونه ختموو .
د انتخاباتو بل کاندید عبدالناصر همتي هم وویل د ایران ټول مسائیل د اقتصاد له زاویې حل کوم .