ایران له جنګي سیمو سره مرستو ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101382-ایران_له_جنګي_سیمو_سره_مرستو_ته_چمتو_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند د جنګونو سیمو ته د بشر دوستانه مرستو په رسولو کښې له ملګروملتونو په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2021 00:45 Asia/Kabul
  • ایران له جنګي سیمو  سره  مرستو ته چمتو دی

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند د جنګونو سیمو ته د بشر دوستانه مرستو په رسولو کښې له ملګروملتونو په ملاتړ ټینګار وکړ .

هغه پرون د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس سره په کتنې کښې سیاسي دباونو او ملاحاتو ته له پام کولو پرته  د جنګونو سیمو په تیره بیا یمن، سوریې ، افغانستان  او عراق ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو په اهمیت ټینګار وکړ .

محسن بهاروند په دغه کتنې کښې وویل ایران د امریکا له ظالمانه بایکاټونو سره سره تل د جنګونو په سیمو کښې له اړمنو خلکو سره د بشر دوستانه مرستو د چټک کولو لپاره له ملګروملتونو سره مرسته کولو ته تیار دی .

هغه وویل د امریکا یواړخیزه بندیزونه نه یوازې د خواړو او د درملو په شان د بشر دوستانه تجارت خنډ شوي بلکې د جنګ او  د کړکیچ په سیمو کښې خلکو ته د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو استول یې هم تر اغیز لاندې وروستلي دي .

د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند دغه راز په افغانستان کښې د توکم ، د قومیت او د خاصو  مذهبونو او په تیره بیا د انجلیو د ښوونځیو پرضد د ترهګرو حملو په زیاتیدا اندیښنه وښودله او دغه بریدونه یې نه یوازې جنګي جنایت بلکې د بشر دوستانه حقوقو او د بشري حقوقو ستره خلاف ورزۍ وبلله .