ایران له جنګي سیمو سره مرستو ته چمتو دی
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند د جنګونو سیمو ته د بشر دوستانه مرستو په رسولو کښې له ملګروملتونو په ملاتړ ټینګار وکړ .
هغه پرون د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس سره په کتنې کښې سیاسي دباونو او ملاحاتو ته له پام کولو پرته د جنګونو سیمو په تیره بیا یمن، سوریې ، افغانستان او عراق ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو په اهمیت ټینګار وکړ .
محسن بهاروند په دغه کتنې کښې وویل ایران د امریکا له ظالمانه بایکاټونو سره سره تل د جنګونو په سیمو کښې له اړمنو خلکو سره د بشر دوستانه مرستو د چټک کولو لپاره له ملګروملتونو سره مرسته کولو ته تیار دی .
هغه وویل د امریکا یواړخیزه بندیزونه نه یوازې د خواړو او د درملو په شان د بشر دوستانه تجارت خنډ شوي بلکې د جنګ او د کړکیچ په سیمو کښې خلکو ته د ملګروملتونو د بشر دوستانه مرستو استول یې هم تر اغیز لاندې وروستلي دي .
د ایران د خارجه وزارت د نړیوالو او د حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند دغه راز په افغانستان کښې د توکم ، د قومیت او د خاصو مذهبونو او په تیره بیا د انجلیو د ښوونځیو پرضد د ترهګرو حملو په زیاتیدا اندیښنه وښودله او دغه بریدونه یې نه یوازې جنګي جنایت بلکې د بشر دوستانه حقوقو او د بشري حقوقو ستره خلاف ورزۍ وبلله .