د ایران او افغانستان مطبوعات
د ایران د انتخاباتو د کاندیدانو دوهمه مناظره وشوه
اطلاعات
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ د ایران د حکومت د ویندوی دغې خبرې ته انعکاس ورکړی دی چی ډیر ژر به د هیواد د عزت په ساتلو سره ټول بایکاټونه لغوه شی .
د ایران د انتخاباتو د کاندیدانو دوهمه مناظره وشوه .ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کې لیکی د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاو د انتخاباتو کاندید سید امیر حسین قاضي زاده د پرون ورځې په ټیلي ويژني مناظرې کښې وویل د انقلاب دسترخوان د هیواد د ټولو خلکو لپاره دی . هغه زیاته کړه د ایران اقتصاد په دې سربیره چې له داخل سره اړه لري باید له خارج سره هم وصل شي او دا هماغه مقاومتي اقتصاد دی .
د انتخاباتو بل کاندید محسن رضايي هم په دغه مناظرې کښې وویل د واک دننه اصلاح د اقدام او د بدلون د حکومت پروګرام دی .
د ایران د انتخاباتو بل کاندید محسن مهر علیزاده هم خلکو ته په خطاب کښې وویل په هوشمندانه فیصلې سره په انتخاباتو کښې ګډون کول د رایو له صندوقونو د غوسه کیدا ځاې ناستی کړئ .
د انتخاباتو بل کاندید سید ابراهیم رئیسي هم وویل د ولسمشرۍ د کاندیدانو په ځاې کښې باید حتما مسائیل په لویه بڼه نه بلکې په اقلیمي توګه وپيژندل شي او معلومه شي چې په کومې برخې کښې څه مشکل شته او کومه حل لاره لري او داسې قدرت او وس وي چې مسله حل کاندي .
د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو بل کاندید سعید جلیلي هم وویل د مسلې د درک کولو د ځواب د تشخیص او د مناسب کړچار د غوره کولو لپاره د ولسمشر رول ډیره مهم دی او هیواد باید په راتلونکو څلورو (۴) کلونو کښې وده وکړي .
د ایران د انتخاباتو بل کاندید علیرضا زاکاني هم په دغه ټیلي ويژنې مناظرې کښې وویل د کنکور د کارروزګار ، کورونو او د وادونو په شمول د ځوانانو مخ ته شته خنډونه ختموو . د انتخاباتو بل کاندید عبدالناصر همتي هم وویل د ایران ټول مسایل د اقتصاد له زاویې حل کوم .
فارن پالیسی لیکی چی له اسراییلو د امریکا د بی قید و بند ملاتړ د بندولو وخت رارسیدلی دې .
کیهان
دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د امریکا د خارجه وزیر انتونی بلینکن دغه خبره هم راخیستی ده چی وایی که برجام ته ستنیدل محقق هم شی ایران به په نورو زمینوکې ځواب ورکوی .
په کاناډا کې په ټرک سره په یوې مسلمانې کورنۍ په وحشیانه حمله کې د یوې پینځه کسیزې کورنۍ ۴ کسان ووژل شول .
واشنګټن د حشد الشعبی د قوماندانانو د ترورو لپاره یو ټیم جوړ کړی دې . دا خبره د عراق د پارلیمان یوه استازی کړی ده .
سید حسن نصر ا... وایی په الاقصی جومات کښې به لمونځ وکړو.
ورځپاڼه په دې اړه لیکی د لبنان د حزب ا... مشر وویل زه اوس هم هیله من یم چې مونږ به یوځاې په الاقصی جومات کښې لمونځ وکړو .
هغه پرون د لبنان د المنار ټیلي ويژن د جوړیدا د دیرشمې کلیزې په مناسبت وینا کښې ټینګار وکړ قدس او الاقصی جومات د ټول اسلامي امت مسله ده او فلسطینیان له قدس په ملاتړ ټینګار لري او اسلامي امت باید د فلسطینیانو ملاتړ وکړي .
د حزب الله مشر حسن نصر ا... وویل مونږ له کینه لرونکي ، احمق او کړکیچ ځپلي دښمن سره مخ یوو کوم چې له داخلي مشکلاتو د ځان د خلاصولو کوشش کوي او ممکنه ده د نیواکګر رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د هغه کړکیچ په وجه چې لري یې احمقانه لارې ته مخه کړي او دغه موضوع باید په دقت سره تعقیب شي .
هغه د یمن هیواد او د سعودي عربستان تیریو ته د اړونده خبرونو په کوریج کښې د المنار ټیلي ويژن هڅو ته یوځل بیا اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ نن سبا د یمن پرضد د امریکا او د سعودي عربستان تیریو ماتي خوړلي ده او هغوې له دغه کړکیچ څخه د وتلو او د امتیاز د ترلاسه کولو کوشش کوي خو مونږ له لومړۍ ورځې راهسې په پایدارۍ او د بریالیتو په ترلاسه کولو کښې د یمن د ملت په وس باور درلود .
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو تبصرې او مقالې خپرې کړي دي. مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او محتوا په اړه یې مسولیت پرغاړه نه اخلو .
مسیر
مسیر ورځپاڼې د برښنا د ستنو نړولو او له منځه وړلو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې څوک د برښنا ستنې نړوي او ولې يې حکومت په مخنیوي کې پاتې راغلی دی؟
وړاندې راغلي دي چې تر اوسه پورې د برښنا ستنو د نړولو مسوولیت هېچا نه دی اخیستی. برښنا شرکت يې د روښنایۍ او د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار ګڼي، خو دا چې دا دښمنان څوک دي او له دې کاره یې موخه څه ده، معلومه نه ده.
لیکوال لیکي چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې دا لوبه تېزه شوې، خو نه د دې پېښو عاملین ونیول شول او نه يې هم مخنیوي وشو، بلکې پېښې ورځ تر بلې زیاتې شوې چې له امله يې خلک له سختو ستونزو سره مخ شول.
وړاندې راغلي دي چې وسلهوال غله او باجاخیستونکي لومړني هغه کسان دي چې په دغو جنایتونو کې دخیل ګڼل کېږي او ویل کېږي چې دوی له برښنا شرکت باج غواړي او برښنا شرکت یې نه ورکوي، نو ځکه دا چاودنې کوي.
د مقالې په پای کې راغلي دي چې د برښنا پر ستنو بریدونه که هر څوک کوي، جنایت او د له خلکو سره دښمني ده، دا که غله وي، که مالي یا سیاسي باجاخیستونکي او یا هم بل هر څوک، حکومت یې باید پر وړاندې چټک او پرېکنده ګامونه واخلي.
هشت صبح
هشت صبح لیکلي، د برښنا سوېچ د حکومت په لاس کې نه دی. وړاندې راغلي دي چې په وروستیو کې د برښنا د ستنو د نړولو چاره چټکه شوې او دا د سختې اندېښنې وړ مساله ده.
لیکوال لیکي: په وروستیو څلوېښت ورځو کې د برښنا ۱۹ ستنې د نامعلومو کسانو له لوري د بمونو په وسیله نړول شوي دي او خلک او يې ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د مقالې د لیکوال په وینا ښکاري داسې چې د دغه مسالې تر شا ډېر قوي لاسونه موجود دي، ځکه خو يې مخه نه نیول کېږي.
هشت صبح لیکلي، وړاندې داسې فکر کېده چې ښايي طالبان د برښنا د ستنو په نړولو کې لاس ولري خو دغه ډلې هم بار بار په دې کار کې د خپلو وسله والو لاس لرل رد کړي دي.
د مقالې لیکوال لیکي، دا هم نه شي ردېدای چې د برښنا د ستنو په نړولو او له منځه وړولو کې دې سیمه ییز زور واکان او باج اخیستونکي لاس ولري.
خو لیکوال وړاندیز کړی چې افغان امنیتي بنسټونه باید په هر قیمت چې وي، د برښنا د ستنو نړونکي ونیسي او سخته سزا ورکړي چې په راتلونکي کې د دغه ډول پېښو مخه ونیول شي.
اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د کرونا ویروس له امله په افغانستان کې د مثبتو پېښو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.
ورځپاڼې لیکلي، یوازې د تېرې ورځې رسمي شمېرې ښيي چې افغانستان کې ۵۴ کسان د کرونا له امله مړه شوي او له ۱۷ سوه ډېر کسان پرې اخته پېژندل شوي، خو لیکوال لیکي چې ښايي دا رښتیني شمېرې ونه وسي او له دې زیات شمېر خلک هره ورځ د کرونا له امله ژوند بایلي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې همدا اوس د افغانستان په نږدې هره کورنۍ کې په کرونا اخته ناروغان شته او وضعیت هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له کنټروله وتونکی دی.
د لیکوال د معلوماتو له مخې چې اوس مهال په دې هېواد کې د اکسیحن د یوې ډبې بیه په بازارونو کې له لس زره زیات شوی.
په سرمقاله کې راغلي دي چې د کرونا په لومړۍ او دوهمه څپه کې د عامې روغتیا وزارت ترڅنګ ګڼو نورو ادارو هم په دې برخه کې کار کاوه، خو د لیکوال په باور چې اوس مهال د دې ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په برخه کې عامې روغتیا وزارت ځانته دی او نورې ادارې د دې ویروس پر وړاندې بې پروايي کوي.
لیکوال وړاندیز کوي چې باید ټوله حکومتي دستګاه د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي برخه کې لاس په کار شي او د خپلو خلکو په وړاندې دا ستر مسوولیت ترسره کړي.
په مقاله کې دا شان له خلکو هم غوښتنه شوې چې باید د کرونا ویروس د کنترول برخه کې د روغتیا له سکتور سره مرسته وکړي، روغتیايي لارښوونې عملي کړي، څو له دې وژونکي ناروغۍ نه د خلکو په خوندیتوب کې مثبت واقع شي.