ايران له امريکې هم واليبال مېچ وګټۀ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101436-ايران_له_امريکې_هم_واليبال_مېچ_وګټۀ
د ايران د واليبال ملي ټيم د امريکې په مقابل کښې په برترۍ سره د ۲۰۲۱ کال د ملتونو په سياليو کښې پينځمه کاميابي ترلاسه کړه.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 09, 2021 23:46 Asia/Kabul
  • ايران له امريکې هم واليبال مېچ وګټۀ

د ايران د واليبال ملي ټيم د امريکې په مقابل کښې په برترۍ سره د ۲۰۲۱ کال د ملتونو په سياليو کښې پينځمه کاميابي ترلاسه کړه.

د اېرنا د رپوټ له مخې د ايران د واليبال ملي ټيم پرون د ۲۰۲۱ کال د واليبال د ملتونو د ټيمونو په اومه سيالۍ کښې د امريکې مقابلې ته ووتۀ او د صفر په مقابل کښې د دريو په نتيجې سره يې کاميابي ترلاسه کړه.

په دې نتيجې سره ايران له اوو لوبو څخه د پينځو پوائنټونو او پينځلسو امتيازاتو په حاصلولو سره يو پوړۍ نور پاس اوختۀ او د سياليو په پينځمه درجه کښې راغے.