د انتخاباتود کاندیدانودریمه مناظره به ؛د ولس اندیښنې؛ په موضوع وي
ټاکل شوې ده ، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې د میاشتې په اته ویشتمه یا هماغه د جون په اتلسمه نیټه په درست ایران کې ترسره شي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د ریډیو اوټيلیویژن ادارې نن د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلی دي ،د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو ددیارلسم پړاؤ د کاندیدانود مناظرې د موضوع په باب چې په شبنې ورځې به ترسره شي ، د ولس له اندیښنو راپورته شوي موضوع وي .
د ایران د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د اوو کاندیدانو ترمینځ لومړنۍ مناظره ، د غبرګولې په پنځلسمه نیټه د اقتصاد په موضوع سره او دوهمه مناظره هم د کلتوري ، ټولنیزو او سیاسی چارو په موضوع سره ترسره شوي او هره یوه مناظره تر درو ساعتونو پورې اوږده وه .
په خبرتیا کې وئيل شوي دي ، د کاندیدانو ترمینځ د دریمې مناظرې صحنه به هم د راتلونکي شنبې په ورځې ترسره شي او په دې کې به هم هر یو کاندید د پوښتنو ځوابونه ووائي او ددغې مناظرې وخت به هم درې ساعته وي
علی رضازاکاني ، محسن رضائي ، محسن مهر علیزاده ، ابراهیم ریئسي ، عبدالناصر همتي ، سید امیر حسین قاضي زاده هاشمي او سعید جلیلي د ایران دو لسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو اوه کاندیدان دي .
ټاکل شوې ده ، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دیارلسم پړاؤ انتخابات د غبرګولې د میاشتې په اته ویشتمه یا هماغه د جون په اتلسمه نیټه په درست ایران کې ترسره شي .