د سپوتنیک وي واکسنو نهمه جوپه ایران ته راورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101502-د_سپوتنیک_وي_واکسنو_نهمه_جوپه_ایران_ته_راورسیدله
د روسیې جوړ سپوتنیک وي نومې کرونا واکسنو نهمه جوپه هم پرون ایران ته رارسیدلې ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2021 01:55 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د روسیې جوړ سپوتنیک وي نومې کرونا واکسنو نهمه جوپه هم پرون ایران ته رارسیدلې ده

د روسیې جوړ سپوتنیک وي نومې کرونا واکسنو نهمه جوپه هم پرون ایران ته رارسیدلې ده

د سپوتنیک وي په نامه د روسیې د جوړو کرونا واکسنو نهمه محموله پرون د ماهان ایرلاینز په ذریعه د تهران امام خمیني(رح) نړیوال هوايي ډګر کښې راورسیدله.

په دغې جوپې کښې د سپوتنیک وي په نامه د کرونا واکسن یو لاک ډوزه شامل دي.

تراوسه پورې په نهو پړاؤنو کښې له روسیې څخه د کرونا واکسنو تقریباً ۹ لکه او ۲۰ زره ډوزه ایران ته ورکړې شوې دي.

ایران او روسیې د سپوتنیک وي واکسنو د دوه میلیون ډوزي تړون نه علاوه، د ۶۰ میلیون ډوز واکسنو یو تړون هم لاسلیک کړی دی چې له مخې یې ټاکل شوې ده دغه شمیر واکسن په روان کال کښې ایران ته وسپاري.