کینیډائي حکومت دې د ایرانیانوپه راي اخستنې کې خنډونه نه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101510
په واشنګټن کې د ایران د ګټو له ساتونکي دفتر سره   په خارجه وزارت کې د دیره له هیواده  بهر  د انتخاباتو دکمیشن  په غږملتیاؤ سره ، همدااوس  دکینیډا له پولې سره  نزدې  د امریکا په یوه سرحدي ښار کې  په کینیډا کې ددیره ایرانیانو  دشتون لپاره لازم  اټکلونه ترسره شوي دي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 11, 2021 12:17 Asia/Kabul
  • کینیډائي حکومت دې د ایرانیانوپه راي اخستنې کې خنډونه نه جوړوي

په واشنګټن کې د ایران د ګټو له ساتونکي دفتر سره   په خارجه وزارت کې د دیره له هیواده  بهر  د انتخاباتو دکمیشن  په غږملتیاؤ سره ، همدااوس  دکینیډا له پولې سره  نزدې  د امریکا په یوه سرحدي ښار کې  په کینیډا کې ددیره ایرانیانو  دشتون لپاره لازم  اټکلونه ترسره شوي دي .

زمونږخبریال راپور  راکړ  د ایران داسلامی جمهوریت د انتخاباتو د کمیشن  ویندوي  وئيلی ، په کینیډا کې ددیره ایرانیانو  لپاهر د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کولو په  چارو کې دکینیډا د حکومت  د ملګرتیا نه کول ،  دنړیوالو قوانینو  او حقوقو خلاف ورزي ده .

 د ایران د انتخاباتو دکمیشن ویندوي سید اسماعیل موسوي  په کینیډا کې  د ایران د ولسمشرۍ د د یارلسم پړاؤ دانتخاباتو  په ترسره کولو کې د کینیډا دحکومت  نه ملګرتیا ته په اشارې سره  ووئيل ، په نیویارک کې د ایران ددایمی نمایندګۍ  له لارې د  انتخاباتو موضوع ، په ملګروملتو کې د کینیډا له سفیر سره په  تماس کې  تعقیب شوې ده . 

موسوي زیاته کړې ،تر دې دمه  د کینیډا په  ټاټوبي کې د ایران دو لسمشرۍ  د مستقیمو انتخاباتو دترسره کیدا لپاره د کینیډا دحکومت له خوا لازم او سم ځواب  نه دی ترلاسه شوی .

 د ایران دانتخاباتو دکمیشن ویندوي  همدرااز وئيلي ، د انتخاباتو  ترسره کیدا ته  پاتې څو شپو ورځو  او د ایران د خارجه وزارت له  خواد اجرائي  عواملو د لیږد دامکان  نشتوالي ته په  پام سره ، په مستقیم ډول د  انتخاباتو دترسره کیدا امکان  تر دې دمه نه دی  برابر شوی .

 هغه همداراز ووئیل ، په واشنګټن کې د ایران د ګټو له ساتونکي دفتر سره   په خارجه وزارت کې د دیره له هیواده  بهر  د انتخاباتو دکمیشن  په غږملتیاؤ سره ، همدااوس  دکینیډا له پولې سره  نزدې  د امریکا په یوه سرحدي ښار کې  په کینیډا کې ددیره ایرانیانو  دشتون لپاره لازم  اټکلونه ترسره شوي دي .