د ایران د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ مناظرې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101538-د_ایران_د_ولسمشریزو_ټاکنو_وروستۍ_مناظرې
د ایران د اسلامي جمهوریت دریم او ورستۍ ټاکنیزي مناظرې نن ماسپښین د تهران په ۵ بجو تر سره کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2021 06:53 Asia/Kabul
  • د ایران د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ مناظرې

د ایران د اسلامي جمهوریت دریم او ورستۍ ټاکنیزي مناظرې نن ماسپښین د تهران په ۵ بجو تر سره کیږي.

زموږ د خبریال له راپور سره سم، نن د ایران د دیارلسم پړاو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان به د ولس د غوښتنو او اندیښنو په اړه په ټاکنیزو مناظرو کې خپل نظرونه بیان کړي.

علیرضا زاکاني، محسن رضایي میرقائد، محسن مهر علیزاده، سید ابراهیم رئیسی، عبدالناصر همتی، سید امیرحسین قاضي زاده هاشمي او سعید جلیلي په دغه مناظره کې ګډون کوي.

د ټاکنیزو مناظرو لومړی پړاو د اقتصاد، دوهم پړاو د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو موضوعو سره تر سره شوې خو د مناظرو ورستی پړاو به د خلګو اندیښنو او د غوښتنو په اړه تر سره شي.

د ایران د دیارلسم پړاو ولسمشریزې ټاکنې، د پارلماني ټاکنو لومړی پړاو، د رهبری د خبرګانو د شورا د ټاکنو دوهم پړاو او د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې د غبرګولي د میاشتې په ۲۸ تر سره شي.