کاناډا د ایران ښاریزو ته د رایو د اچولو اجازه نه ورکوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي ټینګار وکړ کاناډا په خپل هیواد کښې د ګڼ شمیر ایرانیانو له شتون سره سره هغو ته په انتخاباتو کښې د ګډون فرصت نه ورکوي .
هغه وویل له بشر دوستانه ادعاګانو سره سره د کاناډا کړچار د دې ښودنه کوي چې د کاناډا حکومت په دغه موضوع اعتقاد نلري او د ایران ښاریزو ته په انتخاباتو کښې د سالم ګډون اجازه نه ورکوي .
د ایران دغه چارواکي وویل ضروري ده چې په انتخاباتو کښې د ایران د ښاریزو د زیات ګډون کولو زمینه برابره شي او په همدې اساس په داخل کښې یوشمیر هڅې شوي او په خارج کښې هم هڅې روانې دي .
د کاناډا حکومت د چټي ادعاګانو په مطرح کولو سره په خپل هیوا کښې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ایران د ښاریزو د ګډون لپاره د ضروري شرایطو له رامینځته کولو ډډه کړي ده .
په واشنګټن کښې د ایران د ګټو د ساتونکي دفتر سرپرست مهدي عاطفت هم وویل د امریکا په اوریګان ایالت او بوفالو ښار کښې د انتخاباتو د رایو لپاره دوې (۲) حوزې ټاکل شوي دي چې په کاناډا کښې هستوګنه د ایران ښاریز وکولای شي هلته خپلې رایې صندوقونو ته واچوي .