کاناډا د ایران ښاریزو ته د رایو د اچولو اجازه نه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101608
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي ټینګار وکړ کاناډا په خپل هیواد کښې د ګڼ شمیر ایرانیانو له شتون سره سره هغو ته په انتخاباتو کښې د ګډون فرصت نه ورکوي .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 14, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • کاناډا د ایران ښاریزو ته د رایو د اچولو اجازه نه ورکوي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي ټینګار وکړ کاناډا په خپل هیواد کښې د ګڼ شمیر ایرانیانو له شتون سره سره هغو ته په انتخاباتو کښې د ګډون فرصت نه ورکوي .

هغه وویل له   بشر دوستانه ادعاګانو سره سره د کاناډا کړچار د دې ښودنه کوي چې د کاناډا حکومت په دغه موضوع اعتقاد نلري او د ایران ښاریزو ته په انتخاباتو کښې د سالم ګډون اجازه نه ورکوي .

د ایران دغه چارواکي وویل ضروري ده چې په انتخاباتو کښې د ایران د ښاریزو د زیات ګډون کولو زمینه برابره شي او په همدې اساس په داخل کښې یوشمیر هڅې شوي او په خارج کښې هم هڅې روانې دي .

د کاناډا حکومت د چټي ادعاګانو په مطرح کولو سره په خپل هیوا کښې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ایران د ښاریزو د ګډون لپاره د ضروري شرایطو له رامینځته کولو ډډه کړي ده .

په واشنګټن کښې د ایران د ګټو د ساتونکي دفتر سرپرست مهدي عاطفت هم وویل د امریکا په اوریګان ایالت او بوفالو ښار  کښې د انتخاباتو د رایو لپاره دوې (۲) حوزې ټاکل شوي دي چې په کاناډا کښې هستوګنه د ایران ښاریز وکولای شي هلته خپلې رایې صندوقونو ته واچوي .