ایران په قدرت سره سوله ییز اټومي پروګرام مخ ته بوځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101614-ایران_په_قدرت_سره_سوله_ییز_اټومي_پروګرام_مخ_ته_بوځي
ایسنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په قدرت سره سوله ییز اټومي پروګرام مخ ته بیایي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2021 00:38 Asia/Kabul
  • ایران په قدرت سره سوله ییز اټومي پروګرام مخ ته بوځي

ایسنا خبري اژانس وايي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت په قدرت سره سوله ییز اټومي پروګرام مخ ته بیایي .

هغه پرون وویل د ایران پرضد د امریکا د زیاتو بایکاټونو د لغو کیدا د عیني تحقق لپاره باید په  اټومي خبرو کښې په زیاتو غوښتنو باندې ټینګار وکړو .

حسین امیر عبداللهیان وویل دغه منطقي روده د امریکا او د اروپا د دریو (۳) هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني د متناقض او ګډوډ کړچار په مقابل کښې ښه نتیجه ورکوي .

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي  شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د امریکا د بیا بیا ژمنو ماتولو او د وعدو د خلاف ورزیو پر اساس د کړچار پیژندلو زیاته بې اعتماد دود کړي ده .

د اټومي تړون د ګډ کمیسیون خبرې اترې د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې دوام لري .

د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کړی دی هغه وخت به خپلو اټومي ژمنو ته ورستون شي چې امریکا په عمل کښې د تهران پرضد ټول بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا د دغو بندیزونو د لغو کولو رښتیونوالی معلوم کاندي .