۲۲۳۱پریکړه لیک د ایران توغندوي پروګرام نه محدودوي
د ایران د خارجه وزارت ویندوي د ویانا خبرې اتر ېآو د ایران دو لسمشرۍ دانتخاباتو دارتباط په باب هم ووئیل هغه څه چې په ویانا کې روان دي ، د ایران له انتخاباتو او داخلی بدلونونو سره هیڅ اړه نه لري ، باید ددغو موضوعګانو په باب سیاسی فیصله په پلازمینو کې وشي ، چې که داسې وشي ،نو جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ته بیرته ستنیدل ممکن دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن په خبري کنفرانس کې د ایران دتوغندوي پروګرام په ضد د اوه ډلې دسرمشریزې د اعلامیې په باب روښانه کړې ده ، د ایټمی خولیو او بالسټیک پلانونې سره توغندي د ایران د پروګرام برخه نه ده او دغه ډول خیالونه غیر واقعي دي پر دې اساس غوره ده ، د ا وه ډلې غړي هیوادونه په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې پخپلو ژمنو عمل وکړي .
د ایران دخارجه وزارت ویندوي د ویانا او دغه راز د ایران او د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس دخبرواترو په باب هم روښانه کړې ده ، دمونږ موافقه تخنیکي ده او دایران د پارلیمان دمصوبې د اجرائي کیدا له وخت راهسې ، دې ته د سیف ګارډز لاسرسی نشته ، دا چې په یوې میاشتې کې کومې نتیجې ته ورسیږو، بدبینه نه یوو ، که هم کومې نتیجې ته ونه رسو ،نو بیا د شرائطو د وام ، او د کیمرو پاکول یا ئې پریښودل یوه داخلی فیصله ده .
خطیب زاده ددې خبرې په کولو سره چې ا مریکایان باید ضمانتونه ورکړي ، چې د ډونالډټرمپ د کرغیړن پړاؤ پيښې نه تکراریږي ، ووئيل ، د امریکا د ژمنتیاؤ د اجرا څرنګوالی او همداراز په خبرواترو کې دایران دجبرانونکو اقداماتو ددریدا څرنګوالي باندې خبرې روانې دي ، هیڅ بندون نشته ، خبرې اترې پر مخ روانې دي او لوري په جدیّت سره په مشورو بوخت دي او په همدې بهیر سره یوه متن ته رسیدلی شي .