بایکاټ او اقتصادی جنګ د بشریت پرضد جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101692-بایکاټ_او_اقتصادی_جنګ_د_بشریت_پرضد_جنایت_دی
روحانی د اقتصادی جنګو تاوانونو او د عامو خلکو په معیشت او ژونداو دهیواد په اقتصادی پراختیا د هغه اغیزو ته په اشارې سره زیاته کړه د بشریت پرضد جنایت له معمول سره سم په عمومی ذهنونوکې د پوځی نښتې او جنګ لیدل کیږی ، په داسې حال کی چی بایکاټ او اقتصادی جنګ هم باید د بشریت پرضد د خاموش جنایت په توګه وپیژندل او ثبت شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2021 11:47 Asia/Kabul
  • بایکاټ او اقتصادی جنګ د بشریت پرضد جنایت دی

روحانی د اقتصادی جنګو تاوانونو او د عامو خلکو په معیشت او ژونداو دهیواد په اقتصادی پراختیا د هغه اغیزو ته په اشارې سره زیاته کړه د بشریت پرضد جنایت له معمول سره سم په عمومی ذهنونوکې د پوځی نښتې او جنګ لیدل کیږی ، په داسې حال کی چی بایکاټ او اقتصادی جنګ هم باید د بشریت پرضد د خاموش جنایت په توګه وپیژندل او ثبت شی .

د ایرنا له راپور سره سم د ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی  نن د حکومت د اقتصادی غږملتیا د کمیټۍ په غونډه کې وویل  ضروری ده د ټولو د خبرتیا لپاره د بی مخینې او پراخو بایکاټونو د اعمالونکیو او اقتصادی جنګ د تپونکیو د جنایت سند خپور شی تر څو ټوله دنیا د ایرانی ملت پرضد د ټرمپ حکومت له بشری ضد جنایته خبره شی .

 روحانی د اقتصادی جنګو تاوانونو او د عامو خلکو په معیشت او ژونداو دهیواد په اقتصادی پراختیا د هغه اغیزو ته په اشارې سره زیاته کړه د بشریت پرضد جنایت له معمول سره سم په عمومی ذهنونوکې د پوځی نښتې او جنګ لیدل کیږی ، په داسې حال کی چی بایکاټ او اقتصادی جنګ هم باید د بشریت پرضد د خاموش جنایت په توګه وپیژندل او ثبت شی .

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز وویل ایران به د دغه غیرانسانی اقدام د قربانی په توګه د بایکاټ کونکیو د جنایت سند نړیوالو ته وړاندی کړی .