د ایران د انتخاباتو یو کاندید له سیالیو څنګ ته شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101742
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده له انتخاباتو څنګ ته شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 16, 2021 12:28 Asia/Kabul
  • د ایران د انتخاباتو یو کاندید له سیالیو څنګ ته شو

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د ولسمشرۍ د دیارلسم (۱۳) پړاو د انتخاباتو کاندید محسن مهر علیزاده له انتخاباتو څنګ ته شو .

محسن مهر علیزاده د ایران د کورنیو چارو وزیر ته په یوه (۱) لیک کښې د انتخاباتو په سیالیو کښې د ګډون له دوام څخه پیښمانه شو .

بل خبر دا چې د ایران د اسلامي شورا دوه سوه لسو (۲۱۰) استازیو په یوې(۱) خبر پاڼه کښې د سید ابراهیم رئیسي په ګټه د انقلاب د بهیر د کاندیدانو د څنګ ته کیدا غوښتنه وکړه .

د ایران د پارلمان استازیو علیرضا زاکاني ، سید امیر حسین قاضي زاده هاشمي ، محسن رضايي او سعید جلیلي ته په خطاب کښې له هغوې وغوښتل چې د سید ابراهیم رئیسي په ګټه څنګ ته شي .

د ایران د اسلامي شورا د استازیو د بیانیې په یوې(۱) برخې کښې راغلي دي همدا اوس د ټولنې په عمومي  فضا کښې داسې نښې نښانې شته چې له سید ابراهیم رئیسي څخه د خلکو عمومي هرکلی زیات شوی نو د قوي حکومت د جوړولو لپاره خپل ټول توان وکاروي او په دې لړ  کښې په لومړي اغیزشیندونکي ګام سره له هغه د ملاتړ په اعلانولو سره د قوي حکومت د جوړولو لپاره زمینه برابره کړي .