د امريکې د بنديزونو په ختمېدو د ظريف تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i101844-د_امريکې_د_بنديزونو_په_ختمېدو_د_ظريف_تاکيد
د ايران خارجه وزير د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشر سره په کتنه کښې د امريکې د بنديزونو د ختمېدو په لازموالي او د برجام ايټمي موافقې په اړه د بيا خبرو اترو په نه امکان تاکيد وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې ويانا خبرې اترې به نتيجه لرونکې وي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2021 14:47 Asia/Kabul
  • د امريکې د بنديزونو په ختمېدو د ظريف تاکيد

د ايران خارجه وزير د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشر سره په کتنه کښې د امريکې د بنديزونو د ختمېدو په لازموالي او د برجام ايټمي موافقې په اړه د بيا خبرو اترو په نه امکان تاکيد وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې ويانا خبرې اترې به نتيجه لرونکې وي.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف نن د آنتالياره د ډېپلومېسۍ د ټولنې د غونډې ترڅنګه د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشر جوزپ بورل سره کتنه او خبرې  اترې وکړې.

ظريف په دغه کتنه کښې په ويانا کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د خبرو اترو د وروستي حالت په  څېړلو سره د ټرمپ په دور کښې د امريکې د لوظ ماتونې په اړه دايران د خلقو ترخې تجربې ته اشاره وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په ويانا کښې خبرې اترې به نتيجه لرونکې وي.

هغۀ په دوام کښې په افغانستان کښې د روان حالت په بيانولو او افغان حکومت او نورو سياسي ډلو ترمېنځ د اختلافاتو شتون د افغانستان له ناامنه کولو سره په چلند کښې يو جدي مشکل وبلۀ.

جوزپ بورل هم په دغه کتنه کښې د ويانا د خبرو اترو د نتيجه ورکونې په اړه د هيلې په څرګندولو سره د مينځني ختيځ، افغانستان او لاتيني امريکې وروستي حالات بيان کړل.

د ايران خارجه وزير د آنتاليا ډېپلومېسۍ د ټولنې په غونډه کښې د ګډون لپاره پرون ترکيې ته لاړ.

هغه له پرونه تر اوسه پورې د عراق له خارجه  وزير فواد حسېن، د افغانستان د مصالحتي عالي شوار له مشر ډاکټر عبدا... عبدا...، د دغه هېواد له پخواني خارجه وزير صلاح الدين رباني، د جمعيت اسلامي له مشرانو او د وېنزوېلا له خارجه وزير سره خبرې اترې کړې دي.