د غبرګولي ۲۸ د جُمعې ورځ ، د انتخاب ورځ
(last modified Fri, 18 Jun 2021 12:56:46 GMT )
Jun 18, 2021 17:26 Asia/Kabul
  • د غبرګولي ۲۸ د جُمعې ورځ ، د انتخاب ورځ

د ايران د ولسمشرۍ د ديارلسم پړاو انتخابات د اسلامي شورا او د رهبرۍ د خبرګانو د شورا د مېنځني پړاو له انتخاباتو او د ښارونو او کليو د اسلامي شوراګانو له انتخاباتو سره يوځاے نن سحر له اوو بجو نه په ټول ايران کښې شروع شول.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي ټهيک سحر اوۀ بجې د امام خمېني (رح) په امامبارګاه کښې د ۱۱۰ ګرځنده صندوق په ځاے کښې په حاضرېدو سره خپله راې صندوق ته واچوله او بيا يې په يوه وېنا کښې د انتخاباتو ورځ د ايران د ملت ورځ وبلله.

دوي وفرمايل: نن اصلي مېدان لرونکي او ډګر چلؤنکي د ايران عوام دي چې د رائې صندوقونو ته په حاضرېدو او د رائې په ورکولو سره په حقيقت کښې د راتلونکو کلونو لپاره د هېواد کلي او بنيادي دنده ټاکي نو ځکه نن ورځ د عوامو ورځ ده.

معظم رهبر زياته کړه، د دغه واقعيت په بنياد انساني عقل دا حکم کوي چې ټول دې په دغه او سراسري ملي آزمائنه کښې شرکت وکړي او په انتخاباتو کښې د شتون لپاره له خلقو څخه زمونږ د بيا بيا بلنې وجه هم دا ده چې په وړومبې درجه کښې خپله عوام له دې شتون څخه ګټه اوچتوي او اسلامي جمهوريت هم په نړيوال ډګر کښې ستر امتيازات ترلاسه کوي.

دوي د ملت د يو يو فرد رائې اهميت لرونکې وبلله او وې فرمايل: ټول دې راشي او تشخيص او رائې دې ورکړي او هيڅوک دې دا نه وائي چې زما په يوې رائې سره څه نه راپېښېږي، ځکه چې همدغه يوه يوه رائې ده چې د ملت په ميلينونو رائې ترې جوړيږي.

دغه انتخابات هم په تېرو دوه څلوېښتو کلونو کښې د ټولو انتخاباتو په شان له څو اړخه اهميت لري. خو په دې لړ کښې درې اړخه زيات د تاکيد وړ دي.

د انتخاباتو د اهميت وړومبنے اړخ د ولسواکۍ د نظام دوام او د هېواد د برخليک په ټاکلو کښې د خلقو د راې جاري والے دے. د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته انتخابات تل د ولسواکۍ د ستنو د مضبوطيه سبب شوي دي او د نويو سليقو د فعاليت لپاره يې مېدان خلاص کړےدے. البته دا چاره طبيعي ده چې د هرې دورې نامزدانو د سياسي نظرياتو او سليقو له لحاظه له تېرو دورو سره يو لړ فرقونه ولري. په حقيقت کښې دغه فرقونه د انتخاباتو د سلامتيا نښه ده چې په هرو انتخاباتو کښې يو مهم ټکےدے.

د انتخاباتو د اهميت دويم اړخ په انتخاباتو کښې د خلقو د شتون او ګډون په نتيجه کښې رامنځته شوي سياسي او اجتماعي اثرات دي.

په انتخاباتو کښې ګډون له ديني ذمه وارۍ نه علاوه يو سياسي او اجتماعي حق دے.خو دا حق له انفرادي حق نه بالاتر يو لړ اثرات او نتائج لري. ځکه چې هغه راې چې صندوقونو کښې اچول کيږي بالاخره د يو  ملت د رايو په يوې ټولګې بدليږي چې له زړۀ څخه يې يو انتخاب ترلاسه کيږي چې د سياسي پېوستون او ملي او ديني يووالي په معنا دے. په همدې وجه په انتخاباتو کښې کم رنګه شتون او د هېواد سياسي مستقبل او برخليک په اړه بې پروائي د راتلونکو لريو او نزديو کلونو لپاره تل پاتې منفي اثرات لرلې شي.

له دې نظره د انتخاباتو د اهميت دريم اړخ د نظام د اډاڼو په مضبوطيه باندې د ملت د رايو تاثير دے. په ايران کښې  له اته دېرشو زياتو انتخاباتو تجربه ښودنه کوي چې هر کله هم د انتخاباتو شان او شوکت زيات څرګند ؤ نو سياسي، اجتماعي او اقتصادي اثرات يې هم زيات شوي دي.

ايران يو ستر او توانمن هېواد دے. د هېواد له امکاناتو څخه استفاده د مجريه قوې د مشر مهمو ذمه واريو ته په پام سره د يو توانمن او کارآمد ولسمشر له انتخاب سره تړاو لري چې وکړې شي د هېواد د پرمختګ لپاره موجود ظرفيتونه او وړتياوې په اوچته سطح کښې په کار راولي. په يو سنجيده انتخاب سره د دغه ملي هدف له پوره کېدو سره مرسته کېدې او د هېواد د سرلوړۍ لپاره ګام اوچتېدې شي. له دې امله د انتخاباتو دواړه اړخه يعنې هم خلق او هم نامزد کسان چې ځانونه يې د انتخاب کؤنکو راې ته وړاندې کړي دي په دې لړ کښې رول لري او تاثير کؤنکي دي.

 هغه څه چې مسلم دي انتخابات له خپلو ټولو لوړو ژورو سره تل له بدلون او تغير سره مل وواو دي. هغه بدلونونه چې په ټولنه کښې مخ په وړاندې حرکت لپاره د انګېزې، اميد او کوشش سبب کېدې شي. د ايران ستر ملت په ځلونو ښودلې ده چې چې په بصيرت او يو ښۀ انتخاب سره يې د پرمختګ او ترقۍ په لور ګام اوچت کړے دے. ننني انتخابات هم له دې قاعدې نه مستثنی نه دي.

---------

 

ټیګونه