روحانی:
د ایران ولس دښمنانو سره د مبارزې په میدان کې بریالي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په ټاکنو کې د خلګو پراخ ګډون، دښمنانو سره د مبارزې په ډګر کې د ولس د بریالیتوب لامل وباله.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د شنبې په ورځ په یو پیغام کې په ټاکنو کې د خلګو له پراخ ګډون څخه په قدرونې سره وویل: د هیواد په برخلیک ټاکونکې او لوی سیاسي پېښه کې ستاسو د حیرانوونکي ولس بې سارې او حماسی ګډون د امام خمینی ره له لوړو ارمانونو سره ستاسو د ژمنتیا او د اسلامي انقلاب معظم رهبر ته د لبیک ویلو او د هغو لوړ مرتبه شهیدانو سره د بیا ځلي تړون ښودنه کوي چي سپېڅلي روح یې د ایران د ولس د تل پاته یووالې سبب ګرځېدلی دی.
روحانی زیاته کړه: د دښمنانو نفسیاتي او تبلیغاتي جګړه نه یوازې په ټاکنو کې د خلګو د پراخ ګډون مخه نه ونیول بلکي د ولس د بدغواړو د پښېمانه کېدو سبب وګرځېده او وښوده چي دغه ولس د تل لپاره د سلطه غواړو له منګولو او له غوښتنو وتلي دي او تل د کورني او بهرني دښمنانو سره په مبارزه کې سرلوړی او بریالي راوتي دي.