یو زیارمن، انقلابي او فساد ضده حکومت به جوړ کړم
د ایران د خلکو منتخب ولسمشر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یو محنتي او زیارمن، انقلابي او د فساد خلاف حکومت به جوړوي.
د ایران د خلکو منتخب ولسمشر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یو محنتي او زیارمن، انقلابي او د فساد خلاف حکومت به جوړوي.
سید ابراهیم رئیسي د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشریزو انتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کښې له بریالیتوب وروسته په یوه بیانیه کښې وویل: د ایران ګرانو خلکو! تیر انتخابات په خدای باندې د عقیدې، په خلکو باندې د باور او د ملي ځان باورۍ نښه او په دویم ګام او د نوې پیړۍ په پیل کښې ستاسو ستر سیاسي جشن و چې د حضرت امام رضا علیه السلام د میلاد په ورځو کښې رامینځته شوه.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې د دغو ټولټاکنو منتخب د دیني ولسواکۍ د قاعدې له مخې د ټول ولس له خوا غوره شوی او د ټول ولس خادم دی، زیاته کړه: لکه څنګه چې مې په انتخاباتو کښې په خپلواکه توګه ګډون وکړ، ستاسو د زیاتو رایو او کم ساري اعتماد په اډانې سره به یو زیارمن، انقلاب او له فساد سره مقابله کونکی حکومت جوړ کړم او د اسلامي انقلاب د محوري ماموریت په توګه به د عدالت په لور لاړ شم.