ایران افغانستان ته دآکسیجن ګیس لومړنۍجوپه وسپارله
د ایران د سرې میاشتې ټولنې د درملنې او روغتیا مرستیال فرید مرادیان هم وئیلي دي ، ددغې ټولنې له خوا د افغانستان په جنوب لویدیځ کې دنیمروز ولایت په مرکز زرنج ولسوالۍ کې یو روغتون د افتتاح لپاره تیار دی او د کابل د روغتون په تجهیزاتو سنبالتیا او تیارول به هم ډیر زر پیل شي .
زمونږخبریال راپور راکړ،په افغانستان کې په کرونا ویروس د ککړتیا او مړینوله زیاتیدا سره په یووخت له ایران څخه د کرونائی ناروغانو سره د مرستې لپاره د آکسیجن ګیس ستر لومړنی ټینکر د افغانستان هرات ته ورسید .
د افغانستان د هرات ولایت د روغتیائی چارو ادارې مشر عبدالحکیم تمنا نن په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، دایران له اسلامی جمهوریته د آکسیجن د وارداتو بهیر دوام لري او په هرات کې به د کرونائي ناروغانو لپاره د آکسیجن دکمښت مشکل ختم شي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د سرې میاشتې ټولنې د درملنې او روغتیا مرستیال فرید مرادیان هم وئیلي دي ، ددغې ټولنې له خوا د افغانستان په جنوب لویدیځ کې دنیمروز ولایت په مرکز زرنج ولسوالۍ کې یو روغتون د افتتاح لپاره تیار دی او د کابل د روغتون په تجهیزاتو سنبالتیا او تیارول به هم ډیر زر پیل شي .