د ایران منتخب ولسمشر ته د الجزیرې د ولسمشر د مبارکۍ پیغام
Jun 22, 2021 08:20 Asia/Kabul
د الجزیرې ولسمشر په یو پیغام کې د ایران په ۱۴۰۰ ولسمشریزو ټاکنو کې د حجت الاسلام ابراهیم رئیسی د بریالیتوب مبارکۍ وویل.
د الجزیرې د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي د دې هیواد ولسمشر عبدالمجید تبون د ایران نوی ولسمشر ابراهیم رئیسی ته مبارکۍ ورکړه.
ابراهیم رئیسی د ایران د دیارلسم پړاو د ولسمشریزو ټاکنو کاندید و چي تیره اوونۍ په ټاکنو کې د ۱۷ میلیون او ۹۲۶ زره رایو په ترلاسه کولو سره د ایران د ولس له لوري د نوی ولسمشر په توګه وټاکل شو.
یو شمېر نړیوال مشران له جنوبي امریکې، روسیې، ترکیې، عمان، سوریې، پاکستان، عراق، کویټ، ارمنستان، ازبکستان، اذربایجان، هند او امارات تر دې دمه رئیسی ته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.
ټیګونه