لوړرتبه پوځی قوماندانانو له منتخب ولسمشر سره کتنه وکړه
جنرال باقری ، د ایران د ساتندویه ځواک ، پوځ ، پولیسو ، دفاع وزیر او نورو لوړ رتبه پوځی قوماندانو د ایران له منتخب ولسمشر ښاغلی ریسی سره کتنه وکړه .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران لوړرتبه پوځی قوماندانانو او د د وسله وال ځواک لوی درستیز له سید ابراهیم ریسی سره کتنه او د ولسمشر په توګه د هغه د انتخاب مبارکی وویله .
جنرال باقری ، د ایران د ساتندویه ځواک ، پوځ ، پولیسو ، دفاع وزیر او نورو لوړ رتبه پوځی قوماندانو د ایران له منتخب ولسمشر ښاغلی ریسی سره کتنه وکړه .
د پوځ لوړرتبه قوماندانانو په دغه کتنه کې په ټاکنو کې د ریسی د بریالیتوب د مبارکی په ترڅ کې د پیاوړی ایران په بڼه غوره کیدا او بیلا بیلو ډګرونو کې د اسلامی ایران د وسونو د لوړتیا او نوی حکومت سره د مرستې لپاره د وسله وال ځواک پرچمتووالی ټینګار وکړ .
سید ابراهیم ریسی د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اولس میلیون نهه لکه شپږویشت زره درې سوه پینځه څلویښت رایو په ترلاسه کولو سره د ایران د ولسمشر په توګه انتخاب شو .