د ایران ځانګړي استازي د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102090-د_ایران_ځانګړي_استازي_د_افغانستان_له_چارواکو_سره_خبرې_وکړې
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله او خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره کتنې او خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2021 11:33 Asia/Kabul
  • د ایران ځانګړي استازي د افغانستان له چارواکو سره خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله او خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره کتنې او خبرې وکړې .

محمد ابراهیم طاهریان فرد اسلام اباد ته د سفر او د افغانستان د وروستیو امنیتي او د سیاسي بدلونونو په هکله د پاکستان له چارواکو سره د خبرو په درشل کښې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله او خارجه وزیر حنیف اتمر سره خبرې  وکړې .

په دغو کتنو کښې د افغانستان د روانو  حالاتو په هکله بحث وشو او دواړو لورو په دې هکله د سلامشورو د دوام پرضرورت ټینګار وکړ .

د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي محمد طاهریان فرد د افغانستان په چارو کښې د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په بلنه نن د یوه(۱) سیاسي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کوي .