په انتخاباتوکې د ایران د ولس شتون داسلامي انقلاب دحرکت تضمینونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102108-په_انتخاباتوکې_د_ایران_د_ولس_شتون_داسلامي_انقلاب_دحرکت_تضمینونکی_شو
خلکو پخپل برخلیک ټاکنې  کې په پراخ او ولولناک ګډون سره،دنړیوالو په وړاندې خپل کلتوري اوټولنیز لوړ سیاسی بلوغت او پوهه وړاندې کړه او بدغواړي  ئې ناامید او د اسلامی انقلاب او نظام  زړه سوانده دوستان ئې هیله مند کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 07:07 Asia/Kabul
  • په انتخاباتوکې د ایران د ولس شتون داسلامي انقلاب دحرکت تضمینونکی شو

خلکو پخپل برخلیک ټاکنې  کې په پراخ او ولولناک ګډون سره،دنړیوالو په وړاندې خپل کلتوري اوټولنیز لوړ سیاسی بلوغت او پوهه وړاندې کړه او بدغواړي  ئې ناامید او د اسلامی انقلاب او نظام  زړه سوانده دوستان ئې هیله مند کړل .

زمونږخبریال راپور  راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکی امیر البحر حبیب ا...سیاري د اسلامی ایران دولسمشرۍ دانتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کې د ایران دملت دحماسه پنځونکي شتون په قدرونې سره په یوه پیغام کې د ایران د اسلامی جمهوریت د نوي  ولسمشر په توګه د سید ابراهیم ریئسي  مبارکي وویله .   

د امیرالبحرسیاري په پيغام کې راغلی دي،یوځل بیا د ایران وفادار او شریف ملت دغبرګولې داته ویشتمې نیټې په حماسه پنځونې کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود په بلنه  په لبیک وئيلو سره دنړیوالو په وړاندې خپل پرتم نندارې ټه وړاندې کړ .په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،خلکو پخپل برخلیک ټاکنې  کې په پراخ او ولولناک ګډون سره،دنړیوالو په وړاندې خپل کلتوري اوټولنیز لوړ سیاسی بلوغت او پوهه وړاندې کړه او بدغواړي  ئې ناامید او د اسلامی انقلاب او نظام  زړه سوانده دوستان ئې هیله مند کړل .