ملګروملتو په ټرافیکي پيښې کې د ایرانیو خبریالانو په مړینې تسلیت وئيلی
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې اړه غمجنې کورنۍ او درسندوئي ټولنې ته تسلیت وائي .
زمونږخبریال راپور راکړ په تهران کې د ملګروملتو دفتر په یوه پیغام کې دوه ورځې مخکې په یوې ټرافیکي پيښې کې د دوو ایرانیو خبریالانو په مړینې دخواخوږۍ پيغام خپور کړی دی .
په تهران کې د ملګروملتو دفتر په دغه پیغام کې لیکلی دي ،په ایران کې د ملګرو ملتو کورنۍ د خداي بخښلي ریحانه یاسیني او مهشاد کریمي کورنیو ته او دغه راز د رسندوئې ټولنې ته د زړه له کومې تسلیّت وائی . په دغه پیغام کې همداراز د نورو ټپیانو دزر ترزره ښه کیدا هیله هم شوې .
د تیرې چارشنبې په ورځې دهغو خبریالانو بس چې د ارومیه جهیل د وضعیّت په باب دیوه راپور دبرابرولو لپاره سیمې ته روان ؤ چې د نقده ښار په شاوخوا کې درې ته نسکور شو او له امله ئې یوشمیر نور خبریالان هم ټپیان شوي دي .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې اړه غمجنې کورنۍ او درسندوئي ټولنې ته تسلیت وائي .