ایران له کورونا سره په مقابلې کښې په ځان بسیا شوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102210-ایران_له_کورونا_سره_په_مقابلې_کښې_په_ځان_بسیا_شوی
زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي ټينګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت همدا اوس له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره په بیلا بیلو زمینو کښې په ځان بسیا دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2021 09:12 Asia/Kabul
  • ایران له کورونا سره په مقابلې کښې په ځان بسیا شوی

زمونږ خبریال وايي د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي ټينګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت همدا اوس له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره په بیلا بیلو زمینو کښې په ځان بسیا دی .

هغه نن وویل کورونا ویروس په داسې شرایطو کښې پیل شو چې ایران د درملو ، ماسکونو او د سا د خیستلو د دستګاوانو د برابرولو لپاره وارداتو ته ضرورت درلود چې د بایکاټ د سختو شرایطو په وجه دغه شیان په سختې سره برابریدل .

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي وویل په دوو (۲) میاشتو کښې د ایران داخلي تولیدونکي شرکتونه له غوره شویو تدبیرونو او اسانتیاو په استفادې سره وتوانیدل په دې زمینو کښې د ایران ضرورتونه پوره کړي .

بل خبر دا چې د ایران د  اسپوتینک کورونا واکسین نن د بهارستان په صنعتي ښارګي کښې د روغتیا وزیر په شتون سره مخ کتنه کیږي .