ايران ته له دولسو هېوادونو سفر ممنوع اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i102472-ايران_ته_له_دولسو_هېوادونو_سفر_ممنوع_اعلان_شو
د ايران د سياحت او کلتوري ميراث وزارت مرستيال وويل، ايران له دولسو هېوادونو څخه سفر ممنوع او له څلوريشتو هېوادونو څخه د مسافرانو لپاره محدوديتونه زيات شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 02, 2021 15:39 Asia/Kabul
  • ايران ته له دولسو هېوادونو سفر ممنوع اعلان شو

د ايران د سياحت او کلتوري ميراث وزارت مرستيال وويل، ايران له دولسو هېوادونو څخه سفر ممنوع او له څلوريشتو هېوادونو څخه د مسافرانو لپاره محدوديتونه زيات شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې ولي تيموري نن د ايران او نورو هېوادونو ترمېنځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره د غوره شويو وروستيو فېصلو په باره کښې وويل،  له ځينو هېوادونو په تېره بيا له هغو هېوادونو څخه چې پکښې کورونائي وائرسو شکل بدل کړے وي په مستقيمه يا غېر مستقيمه توګه د مسافرانو راتګ تر بلې اطلاع پورې منعې دے.

هغه زياته کړه، بوټسوانا، برازيل، اسواټيني، هندوستان، اوسوتو، مالاوي، موزامبيک، نيپال، جنوبي افريقا، اوروګوئه، زامبيا او زېمبابوے هېوادونو څخه ايران ته سفر منعې دے.

تيموري واضحه کړه چې د حکومتي مامورانو ، ډېپلومېټانواو د ملګرو ملتو د استازي راتګ د پروټوکولونو په خيال ساتنې سره د ايران د خارجه وزارت لخوا له تائيد سره مشروط دے.

د ايران د سياحت ا کلتوري ميراث د وزارت مرستيال  وويل، له خطر سره له مخامخ هېوادونو يعنې له هغو هېوادونو چې پکښې کورونا بيماري زياته وي مستقيم يا غېرمستقيم سفرونه په خپل ځاے برقرار دي خو له دغو هېوادونو څخه راتلونکي مسافران پکار دےد ۹۶ ګېنټو په مهلت سره په خپلو هېوادونو کښې د کورونا له نظره د پي سي آر له منفي ټېسټ نه علاوه ضروري ده ايران ته د داخلېدو په وخت بيا لېبارټري ټېسټ ورکړي.