بین الافغانی خبرې د افغانستان د بحران یوازنۍحل لاره ده
د ایران دخارجه وزیر سلاکار ددې خبرې په کولو سره چې باید په افغانستان کې د داخلی جنګ مخه ونیول شي ، او په دې اړه ګام پورته شي ،زیاته کړې ، پخپله افغانانو ترمینځ دې خبرې اترې وشي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د جنوبی آسیا په چارو کې د ایران دخارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي نن سهار په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، هغه درستې پيښې چې په افغانستان کې رامینځةشوي دي ، په دغه هیواد کې د امریکا پریکنده پوخي ماتې ته ورګرځي .
رسول موسوي زیاته کړې ده ،امریکا په افغانستان له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه یرغل وکړ او تر شلو کلونو پورې ئې خپلې مختلفې سټراټژۍ وآزموئيلې او افغانستان ئې د خپلو وسلو په ازمیښت ځاي بدل کړ ، خو له دغو درستو چارو سره سره ئې ، ماته وخوړه او هغلته ئې د ځان لپاهر هیڅ راتلونکی هم پرې نه ښود .
هغه په دوام کې ووئيل ، له هغه وخته چې د امریکائي ترهه ګرو لپاره پوځي ناکامي روښانه شوي ، دوي هڅه کړې دغه ماته یو ډول په سیاسی وتنې بدله کړي او د وتلو بحث ئې مطرح کړ او په قطر کې ئې له طالبانو ډلې سره خبرې اترې پيل کړې او ځانونه ئې وژغورل .
د ایران دخارجه وزیر سلاکار ددې خبرې په کولو سره چې باید په افغانستان کې د داخلی جنګ مخه ونیول شي ، او په دې اړه ګام پورته شي ،زیاته کړې ، پخپله افغانانو ترمینځ دې خبرې اترې وشي .
سید رسول موسوي دې ته په اشارې سره چې ایران کابو څلور کاله مخکې د افغانانو ترمینځ د مینځګړیتوب نیّت درلود او ګام ئې پورته کړ ، ووئیل ، امریکایانو پخپل نفوذ سره اجازت ورنکړ څو دغه کار ترسره شي .که هغه مهال اجازت ورکړل شوی وائ ، نو اسلامي ایران خپل مثبت رول لوبوۀ او هغه ډيرې پيښې چې رامینځة شوي ورسره به مخامخ شوي نه وو . . امریکایان سره له دې چې له افغان حکومت سره ئې سټراټژيک تړون لاسلیک کړی ، خو ددغه هیواد له وسلوالو مخالفانو یعني له طالبانو سره ئې یو اړخیزې خبرې اترې وکړې او له بده مرغه اوسنی لاره ئې راوپنځوله . په عین حال کې د ایران د خارجه وزیر سلاکار ټينګار کړی ، خبرې اترې باید د افغانانو ترمینځ ترسره شي ،نه دا چې یو پرَدی هیواد له یوه لوري سره خبرې اترې وکړي .