په تهران کې د اورآسیاځانګړی نندارتون ترسباپورې دوام لري
په ایران کې د اورآسیا ځانګړی لومړنی نندارتون تر څلورو ورځو پورې او دسهار له لسو بجو د مازدیګر تر شپږو بجو پورې د کرونائي ناروغۍ ځانګړو روغتیائی پروټوکولونو په رعایتولوسره د تهران دنړیوالو نندارتونونو په ځاي کې تر سبا پورې دوام لري .
ایران پریس آژانس راپور ورکړی ،په ایران کې د اوراسیا ځانګړی لومړنی نندارتون ددغې ټولنې دغړو هیوادونو په شتون سره دچنګاښ د میاشتې له اتلسمې نیټې پورې د تهران د نړیوال نندارتونم په دایمي ځاي کې دوام لري .
راپور ښئ چې په دغه نندار تون کې د روسیې شل شرکتونو،د قرقزستان دیرش شرکتونو، د ارمنستان دولس شرکتونو او د بلاروسی یا سپینې روسیې او قزاقستان یولسو شرکتونوپکې ګډون کړی او دغو شرکتونو په مختلفو برخو کې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي .
په تهران کې د اوورآسیا لومړنی ځانګړی نندارتون ، د اورآسیا د اقتصادي ټولنې دغړو هیوادونو او دایران دصادراتي ظرفیّتونو دمعرفۍ او دتجارتي ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره یو فرصت دی .