ایران د ځان خلاف د ناټو د سرمنشي څرګندونې وغندلې
په بروکسل کښې د ایران سفارتخانې بیګا د یوې سختې خبرپاڼې په خپرولو سره د غاصب صهیونیسټي رژیم له خارجه وزیر سره په کتنه کښې د ناټو د سرمنشي ایراني ضدې څرګندونې وغندلې.
د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په دغه بیانیه کښې لیکلي دي: د دا ډول مطالبو د بیانولو لپاره د اړتیا وړ بې شرمۍ ورتیر، د یو داسې رژیم د نماینده ترڅنګ خپله دا اودریدنه هم، چې د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون (این، پي، ټي) او د بې وسلې کونې د هیڅ کومې موافقې غړی نه دی، د ناټو د سرمنشي د ادعايي اعتبار له زیاتیدو سره هیڅ مرسته نه کوي.
د اسلامي ایران سفارتخانې په دغې بیانیې کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې بې لارې کونکې او د حقیقتونو غیرمسئولانه انحراف دی، څرګنده کړه: ایران د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون او د بایالوجیکي وسلو د کنونشن ژمن غړی دی او د هغو پوره پوره پابندي کوي.
د دې خبرپاڼې په پاې کښې ټینګار شوی چې د یو داسې رژیم د استازي په خوا کښې اودریدل چې نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي او ابتدايي بشري حقوق چخڼي کوي بلکې د ایټمي وسلو د نه خپرولو په نظام او د بې وسلې کولو په لارو چارو پورې ملنډې ویي، تر نه بیانیدونکي حده ترخه خندا او مسخره ده.
د ویلو ده چې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کښې د صهیونیسټي رژیم د خارجه وزیر یائیر لاپیډ په کتنه کښې، د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره په ایران باندې تکراري تورونه پورې کړل.
هغه په بې بنیاده او خندونکو څرګندونو کښې ایران د این، پي، ټي او هم د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په وړاندې پر خپلو ژمنو باندې په عمل نه کولو تورن کړ حال دا چې د ایټمي انرجۍ نړیوال سازمان تراوسه په ایټمي موافقې باندې د تهران په پابندۍ او د ایران د ایټمي فعالیتونو پر صلحه ایز والي باندې په ځلونو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې نیواکګر صهیونیسټي رژیم په لویدیځې آسیا کښې د ایټمي وسلو یوازنی لرونکی دی.