د ملي رسنۍ تخنیکي تجهیزات نړیوال معیار لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i103352-د_ملي_رسنۍ_تخنیکي_تجهیزات_نړیوال_معیار_لري
علي عسکري: نن سبا په امنیت سره د پرمختګ لاره وهو او په کورنیو توانمنیو باندې په ملا تړلو سره مخ ته ځو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2021 03:13 Asia/Kabul
  • د ملي رسنۍ تخنیکي تجهیزات نړیوال معیار لري

علي عسکري: نن سبا په امنیت سره د پرمختګ لاره وهو او په کورنیو توانمنیو باندې په ملا تړلو سره مخ ته ځو.

د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې مشر د دې ادارې د فني او تخنیکي تجهیزاتو په ماډرن والي باندې په ټینګار سره وویل: نن سبا په امنیت سره د پرمختګ لاره وهو او په کورنیو توانمنیو باندې په ملا تړلو سره مخ ته ځو.

عبدالعلي علي عسکري په ګیلان ولایت کښې د راډیويي او ټیلیویژني سټوډیوګانو او د HD یونټ د افتتاح په دستورو کښې د لوې اختر او د غدیر د اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د دې طرحو افتتاح خلکو ته د لازیات خدمت لاره هوارولی شي. ګیلان یو سټراتیجک او مهم ولایت دی او تل یې په مختلفو اړخونو کښې رول لوبولی دی.